منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي د ملاتړ غوښتنه وکړه
د ۲۰۰۰ کال د سپټمبر په ۲۸مه، د اسرائیلو د هغه وخت د اپوزیسیون مشر اریل شارون تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د الاقصی جومات پر انګړ یرغل وکړ، هغې پېښې چې د الاقصی انتفاضې (پاڅون) ته لاره هواره کړه.
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
حماس

د فلسطین مقاومتي ډلې (حماس) د دوشنبې په ورځ د الاقصی انتفاضې ۲۶مه کلیزه ونمانځله او پر عربو، مسلمانانو او په ټوله نړۍ کې یې پر ملاتړو غږ وکړ چې د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې د فلسطیني ولس ملاتړ وکړي.

حماس د انتفاضې په مناسبت په یوه خپره شوې اعلامیه کې، چې د ۲۰۰۰ کال د سپټمبر په ۲۸مه پیل شوې وه، وویل: "زموږ لوری به په کلکه د خاورې او سپېڅلو ځایونو د ازادولو پر لور وي، او موږ پر خپل ملت او د نړۍ پر ازادو خلکو غږ کوو چې زموږ د خلکو د مبارزې او استقامت ملاتړ وکړي، ترڅو هغوی خپل مشروع حقونه ترلاسه کړي."

یادې ډلې وویل، د سږني کال کلیزه په داسې حال کې رارسېږي چې اسرائیلو د فلسطینیانو او د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس د الاقصی جومات په ګډون د سپېڅلو ځایونو پر وړاندې "بې ساري تاوتریخوالي" ته زور ورکړی دی.

په اعلامیه کې راغلي: "دا وضعیت د افراطي نیواکګرو لپاره د اسرائیلو د خوندیتوب، د الاقصی د یهودي کولو، د هغې د بې حرمتۍ او د هغې د ځانګړتیاوو د له منځه وړلو، او همدارنګه د ځمکو د الحاق او د خلکو د بې ځایه کولو د پلانونو د پرمختګ سره مل دی."

دې مقاومتي ډلې زیاته کړه: "د اسرائیلو اقدامات به د مقاومت د اور په مړه کولو یا د فلسطیني خلکو د هوډ او ارادې په کمزوري کولو کې هېڅکله بریالي نه شي."

حماس یو ځل بیا ټینګار وکړ چې فلسطینیان "به هېڅکله خپله ځمکه، حقونه، ملي اصول یا سپېڅلي ځایونه پرېنږدي،" او ویې ویل چې د اسرائیل د حکومت پلانونه "له ناکامۍ سره مخ دي."

دغې ډلې د یوې داسې متحدې ستراتیژۍ پر سر د فلسطینیانو د توافق غوښتنه وکړه، چې د دوامداره عربي، اسلامي او نړیوال ملاتړ او په ټوله نړۍ کې د ملاتړو د "اغېزمن ګډون" له خوا یې ننګه کېږي.

همدارنګه یې پر عربي او اسلامي هېوادونو او په ټوله نړۍ کې پر خپلو ملاتړو غږ وکړ چې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره سیاسي، ډیپلوماټیک، رسنیز او ولسي اقدامات ترسره کړي او د هغو اقداماتو پر وړاندې ودرېږي چې د الاقصی جومات په نښه کوي.

د ۲۰۰۰ کال د سپټمبر په ۲۸مه، د اسرائیلو د هغه وخت د اپوزیسیون مشر اریل شارون تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د الاقصی جومات پر انګړ یرغل وکړ، چې همدې پېښې د الاقصی انتفاضه پیل کړه.

دا پاڅون شاوخوا پنځه کاله روان و، چې د رسمي شمېرو له مخې، په ترڅ کې یې ۴,۴۱۲ فلسطینیان ووژل شول او ۴۸,۳۲۲ نور ټپیان شول.

اسرائیل په ۱۹۴۸ کال کې د فلسطین په هغه خاوره کې تاسیس شو، چې د وسله والو صهیونیسټي ډلو له خوا ونیول شوه؛ هغو ډلو چې پراخ قتل عامونه یې ترسره کړل او لږ تر لږه ۷۵۰,۰۰۰ فلسطینیان یې بې ځایه کړل.

اسرائیلو وروسته د فلسطین پاتې سیمې هم اشغال کړې او د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیکونو کې له ذکر شوي فلسطیني دولت د جوړېدو او له سیمو څخه د وتلو مخالفت ته لا هم دوام ورکوي.

 

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي