ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د ټیکنالوژۍ مخکښ فیسټیوال ټکنوفیسټ په استانبول کې پیل شو
ټکنوفیسټ فیستیوال چې د استانبول په اتاترک هوايي ډګر کې به پنځه ورځې دوام وکړي، د تورکیې د ټیکنالوژۍ ټیم (T3) بنسټ او د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزارت له لوري جوړیږي.
د تورکیې د ټیکنالوژۍ مخکښ فیسټیوال ټکنوفیسټ په استانبول کې پیل شو
/ AA

د تورکیې د ټکنالوژۍ مخکښه فیستیوال ټیکنوفیست (TEKNOFEST) د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د لیدونکو پر مخ پرانیستل شوه.

دغه فیستیوال چې د استانبول په اتاترک هوايي ډګر کې به پنځه ورځې دوام وکړي، د تورکیې د ټیکنالوژۍ ټیم (T3) بنسټ او د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزارت له لوري جوړیږي.

ټیکنوفیست له ۲۰۱۸ کال راهیسې د لسګونو دولتي ادارو، د خصوصي سکټور د شریکانو او پوهنتونونو په ملاتړ ترسره کیږي.

ټیکنوفیست، چې هر کال د خپلو نویو سیالیو د کټګوریو له امله پام ځانته رااړوي، سږکال ۵۸ اصلي فعالیتونه او ۱۳۷ فرعي کټګورۍ لري.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دې فیستیوال ته راغلي ګډونوال د خپلو معلوماتو او تجربو په شریکولو سره د ټیکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې مهم پرمختګونه کوي.

ټیکنالوژي، هیجان او الوتنه

ټیکنوفیست به نه یوازې د ټیکنالوژۍ سیالیو، بلکې د یو لړ اغېزناکو فعالیتونو کوربه هم وي او د یکشنبې تر ورځې به د لیدونکو پرمخ پرانیستی وي.

په دې فیستیوال کې زړه راښکونکې هوايي نندارې، بېلابېل نندارتونونه او ورکشاپونه، اغېزناک تمثیلي (سیمولیشن) ډګرونه، یو پلانیټاریم (سیاره ننداره)، سوداګریز نندارتونونه او د زده کوونکو لپاره ځانګړې الوتنې شاملې دي. دا ټول فعالیتونه ټیکنالوژي او هیجان سره یو ځای کوي.

دغه غونډه په جفتو کلونو کې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې او په طاقو کلونو کې په استانبول کې جوړیږي.

دغه فیستیوال تر دې دمه په دوو بهرنیو هېوادونو کې هم ترسره شوی دی: آذربایجان او د شمالي قبرس ترکي جمهوریت.

د ټیکنوفیست سمندري نسخه، چې "ماوي وطن" (آبي وطن) نومیږي، تېره میاشت په استانبول کې جوړه شوې وه.

تېر کال ټیکنوفیست فیستیوال، چې د ترکیې په جنوبي ښار اډانا کې جوړ شوی و، شاوخوا ۱.۱ میلیونه لیدونکي یې لرل.

تر دې دمه له ټیکنوفیست څخه په مجموعي ډول شاوخوا ۱۱ میلیونو کسانو لیدنه کړې ده.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ