د کاناډا په ونکور کې په یو فیستیوال د موټر پر مټ برید شوی

د پولیسو په وینا د کاناډا په وینکوور کې  په یو فیستیوال  د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر پر مټ د برید له امله  ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Authorities did not immediately specify the number of casualties. / Photo: Reuters / Reuters

په کاناډا کې په یو فیستیوال د برید له امله ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پولیسو په وینا د کاناډا په وینکوور کې  په یو فیستیوال  د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر پر مټ د برید له امله  ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وینکوور پولیسو په یوه بیان کې ویلي: "نن شپه د ۸ بجو نه وروسته، د اې ۴۱ او فرانسر جادو ترمنځه په جوړ شوي یو فیستیوال  د یو موټر سره برید شوی دی. موټر د فیستیوال د ګډونوالو په منځ کې د ننوتلو سره ،ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې." د پولیسو په وینا، د موټر چلوونکی نیول شوی دی.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په ټولنیزه رسنۍ "ایکس" کې ویلي چې هغه د دې "وېرونکو پېښو" له امله سخت خواشینی دی.

هغه زیاته کړه: "زه د وژل شویو او ټپیانو د کورنیو، د فلیپین-کاناډایي ټولنې، او د وینکوور ټولو خلکو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم. موږ ټول ستاسو سره په دې غم کې شریک یو."

چارواکو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی څرګند کړی.

دغه پېښه د "لاپو لاپو ډی بلاک پارټي" په نوم د یوې کلنۍ مېلې پر مهال شوې، چې د فلیپین د لومړي ملي اتل د درناوي لپاره ترسره کېږي.

د وینکوور کینګزوی ولسوالۍ د پارلمان غړي ډان ډېوېز په "ایکس" کې لیکلي: "د لاپو لاپو مېلې پر مهال د دې غمجنې پېښې خبر مې واورېد. زه د ټولو قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره دعا کوم."

د برټیش کولمبیا لومړي وزیر ډېوېډ ایبي ویلي چې هغه د دې خبر له امله "شوک او سخت خپه" دی، په داسې حال کې چې د ښاروال کین سیم ویلي: "زموږ فکرونه د ټولو اغېزمنو کسانو او د وینکوور د فلیپین ټولنې سره دي، په دې خورا سخت وخت کې."