تورکیه
5 د لوستلو دقیقې
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.
د تورکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو عمومي مدیر محمد دیمیروغلو وویل چې د ۳۰ سوپرسونیک جټ الوتکو لپاره تړون لاسلیک شوی او اسپانیا پلان لري چې ۱۵ اضافي روزنیزې الوتکې هم وپېري.
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.

د  تورکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو عمومي مدیر محمد دیمیروغلو اعلان وکړ ، اسپانیا چې له تورکیې سره یې د ۳۰ جټ الوتکو تړون لاسلیک کړی، پلان لري چې ۱۵ نورې هورجټو روزنیزې الوتکې هم وپېري.

د تورکیې په شمال کې په کاستامونو ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، دیمیروغلو وویل چې اسپانیا ته به د الوتکو سپارل په ۲۰۲۸ کال کې پیل شي. دیمیروغلو زیاته کړه: "حتی مخکې له دې چې موږ خپلو هوايي ځواکونو ته د الوتکو سپارل پیل کړو، اسپانیا وویل چې 'ډېرې مو خوښې شوې، موږ غواړو ۳۰ دانې وپېرو' او ویې پېرلې. موږ تړون لاسلیک کړ." هغه وویل: "موږ د ۲۰۲۸ کال د سپارلو لپاره کار کوو. دوی پلان لري چې ۱۵ نورې هم وپېري."

دغه راز دیمیروغلو د  تورکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو د تولیدي وړتیاوو ته په اشارې سره وویل چې د دوی په تاسیساتو کې پر "کان" جنګي الوتکې، هورجټ او هورکوش الوتکو، چورلکو، بې پیلوټه هوايي وسایطو، سپوږمکیو او د الوتکو پر پرزو په ګډه کار روان دی. دیمیروغلو د دې خبرې په څرګندولو سره چې یاد تاسیسات په شپږو برخو کې ازموینې او تولیدات ترسره کوي، دا ځای یې د ملي ویاړ سرچینه وبلله.

دیمیروغلو یادونه وکړه چې د "هورکوش"  الوتکو سپارل پیل شوي او په راتلونکو کلونو کې به هم دوام ولري. هغه اذربایجان د صادراتو د یوه منزل په توګه یاد کړ او ویې ویل چې د یوه شرکت په توګه دوی لا زیاتو بهرنیو پلورونو ته سترګې په لار دي.

دیمیروغلو پر دې خبرې په ټینګار سره چې د ترکیې دفاعي صنایعو د هېواد نړیوال ځای ځایګی پیاوړی کړی او د دې هېواد ټیکنالوژۍ ته یې نړیواله لېوالتیا زیاته کړې، وویل: "په ۲۰۲۰ لسیزه کې، په ځانګړې توګه په دفاعي صنایعو کې د بریاوو سره، په ټوله نړۍ کې د ترکیې پر وړاندې یوه لویه حیرانتیا او لېوالتیا رامنځته شوه. دوی زموږ محصولاتو، کړنو او بریاوو ته حیران دي."

"موږ یې د دې لپاره جوړوو چې کارولو ته یې اړ نه شو"

دیمیروغلو وویل چې د "کان" جنګي الوتکې په ګډون د تورکیې د دفاعي پروګرامونو اصلي موخه (د دښمن مخنیوی) دی. هغه وویل: "موږ د جګړې لپاره کار نه کوو. موږ باید د جګړې د مخنیوي لپاره کار وکړو." هغه د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ترکیې د وسله والو ځواکونو او هېواد د چمتو کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. دیمیروغلو زیاته کړه: "موږ نه غواړو 'کان' وکاروو. موږ یې د دې لپاره جوړوو چې د هغې کارولو ته اړ نه شو."

په دې غونډه کې زده کوونکو ته د وینا پر مهال دیمیروغلو ځوان نسلونه وهڅول چې خپل مهارتونه لوړ کړي او هغه ټیکنالوژي زده کړي چې دوی به د راتلونکي لپاره چمتو کړي. هغه دې ته اشاره وکړه چې د "ټیکنوفیسټ" په څېر د هوايي چلند او ټیکنالوژۍ د فیستیوالونو پراختیا د ټیکنالوژیکي لېوالتیا په هڅولو کې مرسته کړې ده.

'وروستي حد ته رسېدل'

د پیسو نړیوال صندوق  د سه شنبې په ورځ د نړۍ د اقتصادي لرلید په خپل مهم راپور کې، د ۲۰۲۶ کال لپاره د نړیوالې ودې وړاندوینه د ۰.۱ سلنې په زیاتوالي سره ۳.۱ سلنې ته لوړه کړه.

خو صندوق دا خبرداری هم ورکړ، که څه هم په مصنوعي ځیرکتیا  کې د پانګونې زیاتوالي نوي اقتصادي فعالیتونه راپارولي، خو بېوزله هېوادونه ترې ګټه نه اخلي ځکه چې دوی د انرژۍ له لوړېدونکو لګښتونو سره مبارزه کوي.

جورجیوا وویل، نړیوال اقتصاد "د پرله پسې تکراري شاکونو او ناڅرګندتیا په وړاندې لا هم مقاومت کوي." خو هغې زیاته کړه: "دا مقاومت خپل وروستي حد ته رسېږي."

د پیسو نړیوال صندوق مشرې د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو لپاره د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه ترڅو "خپل بنسټونه پیاوړي کړي چې د شاکونو په وړاندې مقاومت وکړای شي."

هغې یادونه وکړه چې د سود په نرخونو کې نړیوال لوړوالی د دې لامل شوی چې د پورونو د ورکړې لګښتونه یوه لسیزه مخکې د حکومتونو د عوایدو له ۶ سلنې څخه نن ورځ ۱۴ سلنې ته لوړ شي.

دغه راز صندوق د چهارشنبې په ورځ د خپلې نړیوالې پالیسۍ د اجنډا په خپرولو سره، خبرداری ورکړ چې د پورونو د تادیې ننګونې د "ټیټ عاید لرونکو او زیان منونکو اقتصادونو" لپاره په ځانګړې توګه جدي شوې دي.

جورجیوا وویل چې د پیسو نړیوال صندوق "د نړیوالو اقتصادي نابرابریو د زیاتېدو په اړه د خطر زنګ کړنګوي."

هغې زیاته کړه: "په ډېره ساده ژبه، چین باید ډېر لګښت وکړي، امریکا باید ډېره سپما وکړي او اروپا باید ډېره پانګونه وکړي."

پرمختللو اقتصادونو د کوویډ-۱۹ وبا او په اوکراین او منځني ختیځ کې د جګړو له پیل راهیسې د کورنیو ناخالصو تولیداتو (GDP) په پرتله د خپلو پورونو د تناسب بې سارې لوړوالی لیدلی دی، ځکه چې حکومتونه اړ شوي د دې شاکونو د اغېزو د کمولو لپاره خپل لګښتونه زیات کړي.

د بانډونو د زیاتېدونکې ګټې د کنټرول پر څرنګوالي د بحث پر مهال، جورجیوا ومنله چې "دلته هیڅ کوم جادو نشته."

هغې وویل: "تاسو باید د پورونو د کمولو او راټیټولو په لور حرکت وکړئ."

"(هغه) پیغام چې موږ یې خپلو غړو ته استوو دا دی: بنسټونه مهم دي. خپل کور مو سم کړئ؛ که نه، ستاسو خلک او ستاسو سوداګرۍ به یې بیه پرې کړي."

 

وپلټۍ
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده