په کابل کې په زرګونو خلکو د افغانستان دودیزې بزکشۍ لوبې ننداره وکړه
بزکشي یوه دودیزه لوبه ده چې په آسونو سپاره لوبغاړي د وزې د مړي په وړلو سره نومرې ترلاسه کوي – چې اوسمهال د وزې د مړي پر ځای له مصنوعي جسد څخه کار اخیستل کېږي.
د آسونو او سپرو د ګڼې ګوڼې له امله له پورته شوې ګرد او دوړې څخه یو ګټونکی راڅرګندېږي. بریالۍ لوبډله د لوبې په ډګر کې په داسې حال کې چې بیرغ یې پورته کړی، خپل آسونه ځغلوي.
د افغانستان د ډېرې مشهورې دودیزې لوبې بزکشۍ کلنۍ سیالیو پایلوبه، چې ډېر لږ رسمي اصول لري او تر ډېره په تاوتریخوالي ډکو نښتو پېژندل کېږي، د دوشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوه.
په دودیز ډول، د دوو مخالفو لوبډلو سپاره به د وزې د مړي څخه د توپ په توګه په ګټې اخیستنې سره د ګول وهلو لپاره سیالي کوي. اوسمهال له یوه مصنوعي مړي څخه کار اخیستل کېږي، چې له څرمن او رسۍ څخه جوړ شوی او د بوسو او وزن په واسطه ډک شوی ترڅو د یوه مړه حیوان اندازه او وزن ته ورته شي.
لوبغاړي — په هره لوبډله کې ۱۲ تنه سپاره — په ناممکنه زاویو له زینه کوزیږي، د مصنوعي مړي د پورته کولو لپاره ټیټیږي او له نورو سپرو څخه مخکې د ګول په لور خپل آسونه ځغلوي.
په کابل کې د افغانستان د بزکشۍ کلنۍ سیالیو په پایلوبه کې، چې یوه دودیزه لوبه ده، خلکو ګډون کړی وو.
دا لوبه د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال بنده شوې وه، خو د دوی له نسکورېدو وروسته بیا راڅرګنده شوه، او دوی اجازه ورکړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې بیا واک ته رسېدلي، دې لوبو ته دوام ورکړل شي، او حتی حکومتي چارواکي یې هم په سیالیو کې ګډون کوي.
د دوشنبې ورځې پایلوبه، چې په کې د شمالي ولایت سرپل د شمال ختیځ ولایت بدخشان ته ۷-۰ ماتې ورکړه، د ملي لیګ د سیالیو یوولسمه ورځ وه. د ۱۱ ګډون کوونکو لوبډلو له منځه بغلان دریم او کندز څلورم مقام خپل کړ.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویاند، اطل مشواڼي وویل، له تاجکستان او قرغزستان څخه اته بهرنیو لوبغاړو هم په لوبډلو کې ګډون کړی و.
یوه شرکتي سپانسر – د تېلو یو شرکت – د دې سیالیو مالي ملاتړ کوي، او د لومړیو څلورو لوبډلو لپاره هرې یوې ته د موټر جایزه، او همدارنګه کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکول کېږي.
دا سیالۍ خورا مشهورې دي، او په زرګونو نارینه او هلکان د کابل په مرکزي لوبغالي کې د نندارچیانو ځایونه ډکوي. ځینې یې د ښې نندارې لپاره ونو یا د برېښنا ستنو ته ختلي وو.
په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو له امله هغوی اجازه نه لري چې د نندارې لپاره په لوبو کې ګډون وکړي – که څه هم د هېواد په محافظه کاره ټولنه کې، حتی کله چې د دوی پر تګ راتګ رسمي محدودیتونه نه وو، په داسې سیالیو کې د ښځو ګډون ښه نه ګڼل کېده.










