اسرائیل او امریکا پر ایران بریدونو د پیلولو سره نړۍ د شاک سره مخ ده

د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاتز د شنبې په ورځ وویل چې اسرائیلو د ملي امنیت د جدي ګواښونو له امله پر ایران "وقایوي برید" کړی دی.

By
اسرائیل او امریکا پر ایران بریدونو د پیلولو سره نړۍ د شاک سره مخ ده / Reuters

پر ایران د امریکا او اسرائیلو د برید سره نړۍ له شاک سره مخ ده
اسرائیلو له امریکا سره د اټومي خبرو په منځ کې پر ایران تر برید وروسته په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.
د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاتز د شنبې په ورځ وویل چې اسرائیلو د ملي امنیت د جدي ګواښونو له امله پر ایران "وقایوي برید" کړی دی.

کاتز په ټول هېواد کې د بېړني حالت اعلان هم وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د کورني محاذ قوماندانۍ لارښوونې تعقیب کړي.

د اسرائیلو د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "د اسرائیل دولت پر ایران یو 'وقایوي برید' پیل کړی دی. د دفاع وزیر اسرائیل کاتز په ټول هېواد کې د ځانګړي او بېړني حالت امر کړی دی."

عیني شاهدانو د تهران په مرکز کې د یوې زورورې چاودنې خبر ورکړی، چې لوګي ترې پورته کېدل، په داسې حال کې چې د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فارس خبري اژانس په وینا، په اصفهان، قم، کرج او کرمانشاه ښارونو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

دا برید له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو په لړ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر مهال شوی دی.

د اسرائیل پوځ د احتیاط په توګه د هوایي برید د خطر زنګونه وهلي او د احتمالي توغندیزو ګواښونو خبرداری یې ورکړی دی.

پوځ همدارنګه "د تعلیمي فعالیتونو، غونډو او کاري ځایونو د بندیز" اعلان هم وکړ.

پوځ ویلي چې "اړین سکتورونه" له دې بندیز څخه مستثنا دي.

د ایران د ټول مشرتابه په نښه کول

یوه امریکایي چارواکي او له عملیاتو څخه یوه باخبره سرچینه، چې د حساس نظامي عملیاتو په اړه د خبرو لپاره یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې، ویلي چې امریکا هم پر ایران په دې برید کې برخه لري، که څه هم سمدستي روښانه نه وه چې د دوی د ښکېلتیا کچه څومره ده.

یوه بل امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي چې دا بریدونه له هوا او سمندر څخه ترسره شوي دي.

ایران او اسرائیلو د خپلو هوایي حریمونو د تړلو اعلان کړی دی.

لومړني راپورونه وایي چې برید د ایران د ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه يي، د دفترونو شاوخوا سیمه په نښه کړې ده.

سمدستي روښانه نه وه چې ۸۶ کلن خامنه يي په هغه وخت کې هلته و او که نه. یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې هغه له تهران څخه بهر یوه خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

د ایران ایسنا خبري اژانس د معلوماتو له مخې، پر ایران د اسرائیلو په لومړنیو بریدونو کې د سپاه پاسداران ګڼ شمېر غړي، د مهمو عملیاتي کارکوونکو په ګډون، وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د بله پلوه ایران هم پر اسرائیلو ځوابي بریدونه پیل کړي دي.