نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
ملګري ملتونه : په لسګونو نړۍواله شرکتونه په غزه کې د نسل وژنې او مځکو د غاصیبینو سره مرسته کوي
د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د ۶۰ څخه زیات شرکتونه نومول شوي چې په غزه کې د اسرائیل سره په جګړه کې او اشغال شوي لویدیځ تراړه کې مرسته کوي او له دې کړکیچ څخه ګټه اخلي.
ملګري ملتونه : په لسګونو نړۍواله شرکتونه په غزه کې د نسل وژنې او مځکو د غاصیبینو سره مرسته کوي
/ Reuters

د ملګرو ملتونو یو کارپوه په خپل راپور کې د ۶۰ څخه زیاتو شرکتونو نومونه یاد کړي دي، چې پکې د وسلو لوی تولیدونکي او ټکنالوژۍ شرکتونه شامل دي. دغه راپور د غیر قانوني اسرائيلي میشت ځایونو ملاتړ او په غزه کې د پوځي یرغل په اړه دی، کارپوه وضعیت د "نسل وژنې کمپاین" په توګه بیان کړ.

د بشري حقونو ایټالوي وکیله فرانچسکا البانیز، چې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ده د اشغال لاندې فلسطیني سیمو لپاره، دغه راپور د ۲۰۰ څخه زیاتو سپارښتنو پر بنسټ ترتیب کړی دی. دغه سپارښتنې د دولتونو، بشري حقونو مدافعینو، شرکتونو او استادانو لخوا ورکړل شوې وې.

راپور، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، له شرکتونو غوښتنه کړې چې له اسرائيل سره خپلې معاملې بندې کړي او د هغو اجرائیوي چارواکو لپاره قانوني حساب ورکونه وغواړي چې د نړیوالو قوانینو د سرغړونو تور پرې دی.

البانیز په خپل ۲۷ مخیز سند کې لیکلي: "په داسې حال کې چې په غزه کې ژوند له منځه وړل کېږي او په لویدیځه غاړه کې بریدونه زیاتېږي، دغه راپور ښيي چې ولې د اسرائيل نسل وژنه دوام لري: ځکه چې دا د ډېرو لپاره ګټوره ده." هغې شرکتونه تورن کړي چې د اسرائيلي اپارتاید او پوځي تګلارو سره مالي تړاو لري.

په جنیوا کې د اسرائيل ماموریت دغه راپور "قانوني بنسټ نه لرونکی، بدناموونکی او د هغې د دفتر ښکاره ناوړه ګټه اخیستنه" بللی دی.

اسرائيل د غزې پر جګړه د نسل وژنې په تور د نړیوالې محکمې مخې ته محاکمه کېږي، چې په ترڅ کې یې تر اوسه د ۵۶,۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. دغه هېواد په فلسطیني سیمه بشپړ بندیز هم لګولی، چې له امله یې د ۱.۵ میلیونو څخه زیات خلک د لوږې له خطر سره مخ دي.

د وسلو او درنو ماشینونو شرکتونه په لومړي سر کې

راپور شرکتونه د سکتورونو له مخې ډلبندي کړي، لکه پوځي یا ټکنالوژۍ، او تل یې دا نه ده څرګنده کړې چې ایا دوی د میشت ځایونو یا د غزې د برید سره تړاو لري. راپور وایي چې شاوخوا ۱۵ شرکتونو د البانیز دفتر ته مستقیم ځواب ورکړی، خو د دوی ځوابونه نه دي خپاره شوي.

په راپور کې د وسلو شرکتونه لکه لاکهیډ مارټین او لیونارډو یاد شوي، چې د دوی وسلې په غزه کې کارول شوې دي. همدارنګه د درنو ماشینونو عرضه کوونکي لکه کټرپلر او ایچ ډي هیوندای هم یاد شوي، چې د دوی وسایل د فلسطیني سیمو د ملکیتونو په ویجاړولو کې کارول شوي دي.

کټرپلر مخکې ویلي چې دوی تمه لري د دوی محصولات د نړیوال بشري قانون سره سم وکارول شي. د راپور په اړه د رویټرز غوښتنو ته هیڅ شرکت سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

د ټکنالوژۍ لوی شرکتونه هم ښکېل دي

په راپور کې د ټکنالوژۍ لوی شرکتونه لکه الفابیټ، امازون، مایکروسافټ او آی بي ایم یاد شوي، چې د اسرائيلي څارنې د سیستم او په غزه کې د روانې ویجاړۍ لپاره مرکزي رول لري.

الفابیټ مخکې د اسرائيلي حکومت سره د خپل ۱.۲ میلیارد ډالرو د کلاوډ خدماتو تړون دفاع کړې وه، او ویلي یې وو چې دا تړون د پوځي یا استخباراتي عملیاتو لپاره نه دی.

پالانټیر ټکنالوژۍ هم د اسرائيلي پوځ لپاره د مصنوعي ځيرکتيا وسایل برابر کړي، خو د دې وسایلو د کارونې په اړه مشخص معلومات نه دي ورکړل شوي.

راپور د ملګرو ملتونو د هغو شرکتونو د ډیټابیس پراختیا ده چې د اسرائيلي میشت ځایونو سره تړاو لري، چې وروستی ځل په جون ۲۰۲۳ کال کې تازه شوی و. په دې کې نوي شرکتونه اضافه شوي او د غزې د روانې جګړې سره تړاوونه په ګوته شوي دي.

دغه راپور به د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د ۴۷ غړو هیوادونو ته وړاندې شي. که څه هم شورا قانوني پابند واکونه نه لري، خو د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو لخوا ثبت شوې قضیې کله ناکله د نړیوالو محاکمو لپاره بنسټ ګرځي.

وپلټۍ
ټرمپ د امریکا-نایجیریا په عملیاتو کې په افریقا کې د داعش لوړپوړی مشر د وژل کیدو نه خبر ورکړ.
د اوکرایني ډرونونو د پېښو په اړه د نیوکو له امله د لاتویا لومړۍ وزیرې سیلینا استعفا وکړه
د اسپانیا لومړی وزیر سانچز: د بارسلونا پر ستوري یامال د فلسطین د بیرغ په رپولو 'ویاړم'
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید شوی
مکرون: فرانسه په افریقا کې له تورکیې، چین او امریکا څخه شاته پاتې شوې ده
د چین او امریکا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو او لا پیاوړې کولو موافقه وکړه.
د هند په شمالي سیمو کې د سختو طوفانونو له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي
شي جنپینګ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې که د تایوان مسله په سمه توګه حل نه شي،'نښتې او شخړې'به رامنځته شي
د اوکراین پلازمینه کیف د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له لوی برید سره مخ شوې.
د پاکستان په سویل لویدیځ کې له وسله والو سره په نښته ۵ سرتېري او ۷ وسله وال وژل شوي
مهم خبرونه
ټرمپ له شي جین پینګ سره د مهمو خبرو لپاره بیجینګ ته ورسېد
روسیه: اوکراین باید د اوربند دمخه له ډونباس څخه ووځي، بیا د سولې بشپړې خبرې پیل کیدی شي
کانګرس غړي د یوه راپور په حواله سنا ته ویلي چې امریکا د ایران په جګړه کې ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي
امریکا او چین د ټرمپ او شي جين پينګ تر لیدنې مخکې په سیول کې د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې
د نیویارک ټایمز راپور: د امریکا استخبارات ښيي چې ایران لا هم د توغندیو پراخې وړتیاوې لري
د ورځې مهم خبرونه
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوه بازار کې چاودنې ګڼ شمير کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د انګلستان په پارلمان کې د کارګر ګوند یو زیات شمیر غړیو وکیلانو  د سټارمر څخه د استعفا غوښتنه وکړه
امریکا یوه سناتور د زیږون له لارې د تابعیت د حق د ختمولو لپاره په اساسي قانون کې د تعدیل وړاندیز وکړ