راپور: اسرائیلي سرتېرو په غزه کې یو کلن ماشوم د پلار د اعتراف لپاره شکنجه کړی
په عامه توګه خپاره شوي عکسونه ښيي چې د دغه ماشوم پر بدن د سګرټو د سوځولو نښې او په پښه کې یې د میخ له امله ژور ټپونه شتون لري.
راپور: اسرائیلي سرتېرو په غزه کې یو کلن ماشوم د پلار د اعتراف لپاره شکنجه کړی
د فلسطین ټلویزیون وايي، اسرائیلي سرتېرو د ماشوم پښه په سګرټو سوځولې، هغه یې په ستنو سوری کړی او په پښه کې یې ورته (میخ) ننباسلی دی.
په عامه توګه خپاره شوي عکسونه ښيي چې د دغه ماشوم پر بدن د سګرټو د سوځولو نښې او په پښه کې یې د میخ له امله ژور ټپونه شتون لري.
د فلسطین ټلویزیون د فلسطیني خبریال اسامه الکحلوت په حواله راپور ورکړی چې اسرائیلي سرتېرو په مرکزي غزه کې یو کلن ماشوم شکنجه کړی ترڅو د پوښتنو او ګرویږنو پر مهال پر پلار فشار راوړي چې اعتراف وکړي.
دغه ټلویزیون د کریم په نوم د دغه ماشوم د ټپونو ویډیو هم خپره کړې ده. دا ماشوم په مرکزي غزه کې د المغازي کډوالو کمپ ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو لخوا نیول شوی و.
عیني شاهدانو ویلي چې د ماشوم پلار، اسامه ابو ناصر، هغه مهال تر سخت رواني فشار لاندې و چې هغه اس یې مړ شو چې ده به پرې نفقه ګټله. کله چې هغه خپل ماشوم د اړتیا وړ توکو اخیستلو لپاره وړلو، کور ته نږدې یې په ډزو کې بند پاتې شو. هلته اسرائیلي سرتېرو مجبور کړ چې خپل ۱۸ میاشتنی زوی پر ځمکه پرېږدي او نږدې پوځي پوستې ته ورشي، چې هلته یې ترې جامې وایستلې او تحقیقات یې ترې پیل کړل.
اسرائیلي ځواکونو ماشوم د خپل پلار په وړاندې شکنجه کړ؛ د یو طبي راپور له مخې، د هغه په پښه سګرټ مړه شوي، په ستنو وهل شوی او مسمار ورته په پښه کې ننباسل شوی دی. په راپور کې تایید شوې چې د ماشوم پر بدن د سګرټو د سوځېدو او د مسمار له امله د پښې د سوري کېدو نښې شتون لري.
ماشوم نږدې ۱۰ ساعته وروسته خوشې شو او په المغازي کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې (ICRC) له لارې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو، خو پلار یې لا هم د اسرائیلو په بند کې دی. کورنۍ یې له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې چې د پلار د خوشې کولو لپاره مداخله وکړي ترڅو هغه خپلو طبي درملنو ته ادامه ورکړي.
د اوربند سرغړونې:
اسرائیلو د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې په سلګونو ځله اوربند مات کړی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶۸۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۸۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په دې نسل وژنې کې اسرائیلو تر ۷۲ زرو ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، او تر ۱۷۱ زرو ډېر نور یې ټپیان کړي دي. دغو بریدونو د غزې ډېری برخې په کنډوالو بدلې کړې او نږدې ټول نفوس یې بې ځایه کړی دی.