نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په ټول جرمني کې د ټرانسپورټ کارکوونکو کاربندیز خلک د جدي ستونزې سره مخامخ کړي دي
په ټول جرمني کې مسافر له یخنۍ او خالي تمځایونو سره مخ شول، ځکه چې د ورډي (Verdi) په نوم د سوداګریزې اتحادیې په بلنه په لسګونو زره ټرانسپورټي کارکوونکو کاربندیز وکړ او په ډېری ښارونو کې یې د بسونو او ریل ګاډو خدمتونه په ټپه ودرول.
په ټول جرمني کې د ټرانسپورټ کارکوونکو کاربندیز خلک د جدي ستونزې سره مخامخ کړي دي
په ټول جرمني کې د ټرانسپورټ کارکوونکو کاربندیز خلک د جدي ستونزې سره مخامخ کړي دي / Reuters

 

اتحادیه د لنډو کاري شفتونو، د اوږدو وقفو او د شپې او اونۍ په پای کې د کار لپاره د لوړ معاش غوښتنه کوي؛ خو ښارونه لا هم له بودجوي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په ټول جرمني کې مسافر له یخنۍ او خالي تمځایونو سره مخ شول، ځکه چې د ورډي (Verdi) په نوم د سوداګریزې اتحادیې په بلنه په لسګونو زره ټرانسپورټي کارکوونکو کاربندیز وکړ او په ډېری ښارونو کې یې د بسونو او ریل ګاډو خدمتونه په ټپه ودرول.

د ورډي اتحادیې، چې د نږدې ۱۰۰،۰۰۰ ټرانسپورټي کارکوونکو استازیتوب کوي، تېره اونۍ وروسته له هغه د کاربندیز غږ وکړ چې له ښاروالیو او دولتي کارګمارونکو سره د کاري شرایطو په اړه خبرې اترې بې پایلې پاتې شوې.

دا اتحادیه د لنډو کاري وختونو، د کار په جریان کې د اوږدو وقفو او د شپې او رخصتیو په ورځو کې د اضافي معاش غوښتنه کوي. دا غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې د جرمني ډېری ښارونه له سختو بودجوي محدودیتونو سره مخ دي.

دغه کاربندیز د جرمني له ۱۶ فدرالي ایالتونو څخه په ۱۵ ایالتونو کې (یوازې له 'لوور ساکسوني' پرته) شاوخوا ۱۵۰ ښاروالۍ ټرانسپورټي شرکتونه اغېزمن کړي، چې په کې برلین، هامبورګ او بریمین هم شامل دي.

د ورډي اتحادیې مخکښ مذاکره کوونکي، سیرات کانیورټ، د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا په تېرو کلونو کې یو له تر ټولو لویو او همغږو اقداماتو څخه دی. هغه هیله څرګنده کړه چې کارګمارونکي به بېرته د خبرو میز ته راشي.

په یخنۍ کې د بدیل ټرانسپورټ لټه:

په شټوتګارټ، کارلسروهه او فرایبورګ کې چارواکي وايي چې ټرانسپورټي خدمتونه به د ټولې ورځې لپاره په ټپه ولاړ وي. په ډېری سیمو کې د تودوخې درجه تر صفر کښته شوې، چې دې چارې هغو مسافرو ته ستونزې ډېرې کړې چې د سفر لپاره نورو لارو ته اړ شوي دي.

خو د جرمني د اورګاډي ادارې (Deutsche Bahn) وویل چې په برلین، هامبورګ، میونخ او شټوتګارټ کې به د ښاري اورګاډو (S-Bahn) او اوږدو واټنونو سفرونه د معمول په څېر دوام ولري، ځکه د دې برخې کارکوونکي د ورډي اتحادیې غړي نه دي.

د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې خورا جنجالي شوي دي. په برلین کې د ورډي استازو وویل چې کارګمارونکي غواړي کارکوونکي له خپلو امتیازاتو (لکه د ناروغۍ د رخصتۍ معاش) څخه په تېرېدو سره په خپله د شرایطو د ښه کولو لګښت ورکړي. د خبرو اترو بل پړاو د فبرورۍ په ۹مه ټاکل شوی دی.

د اتحادیې مشرانو خبرداری ورکړی چې که کارګمارونکي د دوی غوښتنو ته غاړه کېنږدي، نو راتلونکي کاربندیزونه هم په لاره کې دي.

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي