کلتور
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د اوستیم تخنیک پوهنتون د اوم ځل لپاره د کولتور د نړۍوالې ورځې لمانځنه وکړه.
د تورکیې د اوستیم تخنیک پوهنتون د اوم ځل لپاره د کولتور نړۍواله ورځ ولمانځله. پدې مراسمو کې د پوهنتون د مسئلولینو او تورکي مقاماتو سربیره د یو زیات شمیر هیوادونو استازو ګډون کړی وو
د تورکیې د اوستیم تخنیک پوهنتون  د اوم ځل لپاره د کولتور د نړۍوالې ورځې لمانځنه وکړه.
اوستیم تخنیک پوهنتون / trt

د پوهنتون لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پدې رنګینو او په زړه پورې مراسمو کې  د بېلابېلو هېوادونو زده کړیالانو د خپلو ملي  موسیقیو، نڅاګانو، دودیزو جامو او خوندورو خوړو له لارې د خپلو کولتورونو د  معرفي کولو فرصت ورکړ شو.

د مراسمو په پرانیسته کې د اوستیم تخنیکي پوهنتون مرستیال، پروفیسور ډاکټر مصطفی پولات وویل، دا پوهنتون د ۸۳ بېلابېلو هېوادونو  نه د ۲۳۰۴ زده کړیالانو په لرلو سره په اصل کې یوه کوچنۍ نړۍ ده.

پولات دې ته په اشارې سره چې دا تنوع یوازې یوه شمیره نه ده، زیاته کړه چې دا د کولتوري، فکري او انساني ارزښتونو له پلوه یوه لویه شتمني ده. نوموړي دغه راز وویل چې د دې پروګرام اصلي جوړونکي پخپله زده کړیالان دي او په نړۍ کې یې د سولې، دوستۍ او متقابل تفاهم هیله وکړه.

په دغو مراسمو کې د افغانستان، اذربایجان، اندونیزیا، فلسطین، ګینې، سویلي کوریا، عراق، ایران، کمبوډیا، قزاقستان، مالیزیا، مالي، مصر، نایجر، نایجیریا، اوزبیکستان، پراګوای، روسیه، روانډا، سومالیا، سرېلانکا، سوډان، سوریې، تاجکستان، ټایلنډ، تونس، اردن او یمن ګډونوالو شتون درلود. دغه راز نړیوالو سازمانونو لکه SESRIC، TİKA او TÜRKSOY هم په دې برخه کې خپله همکاري کړې وه.

په دې غونډه کې د اوستیم تخنیکي پوهنتون رئیس پروفیسور ډاکټر مراد یولیک، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال موسی کولاکلی کایا، د TÜİK مرستیال فورکان متین، د کیچیورن ښاروالۍ مرستیال محمد ایګون، د TÜRKSOY د څانګې مشر ملک اوزسوز او د ډېرو هېوادونو استازو او مېلمنو ګډون کړی و.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی