ساینس او ټکنالوژي
3 د لوستلو دقیقې
چینایي ستور مزلي تيانگونګ فضایي سټېشن ته د تګ لپاره چمتو دي، ځکه چې له امریکا سره سیالي توده شوې ده
په وروستیو کلونو کې د چین په فضایي پروګرام کې میلیاردونه ډالر لګول شوي دي.
چینایي ستور مزلي تيانگونګ فضایي سټېشن ته د تګ لپاره چمتو دي، ځکه چې له امریکا سره سیالي توده شوې ده
Astronauts for the Shenzhou-20 mission at Jiuquan Satellite Launch Centre. / Reuters

چین به د پنجشنبې په ورځ خپل نوی ټیم د فضایي ستورمزلو د تیانګونګ فضایي سټېشن ته واستوي، ځکه چې دغه هېواد د دې هڅه کوي چې د فضایي ځواک په برخه کې د متحده ایالاتو سیال شي.

په وروستیو کلونو کې بیجینګ په خپل فضایي پروګرام کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې، ترڅو هغه څه ترلاسه کړي چې ولسمشر شي جینپینګ یې د چینایي خلکو د "فضایي خوب" په توګه یادوي.

د نړۍ دویم ستر اقتصاد لرونکی هېواد پلان لري چې د دې لسیزې تر پایه د سپوږمۍ لپاره د انسانانو یو ماموریت ترسره کړي او په پای کې د سپوږمۍ پر سطحه یوه اډه جوړه کړي. د دې وروستی پرمختګ به د پنجشنبې په ورځ ولمانځل شي، کله چې د شینژو-۲۰ ماموریت به درې ستورمزلي د دې هېواد د ځان جوړ شوي تیانګونګ فضایي سټېشن ته ورسوي.

دغه درې کسیزه ټیم به د مازديګر په ۵:۱۷  دقيقو د جیوچوان د سپوږمکۍ د توغولو له مرکز څخه، چې د هېواد په شمال لویدیځې دښتې کې موقعیت لري، خپل سفر پیل کړي. د ماموریت مشري به ۴۶ کلن چن دونګ کوي، چې یو پخوانی جنګي پیلوټ او تجربه لرونکی فضایي سپړونکی دی. هغه په ۲۰۲۲ کال کې لومړنی چینایي ستورمزلی شو چې په مدار کې یې له ۲۰۰ ورځو زیات وخت تېر کړ.

نور دوه غړي، ۴۰ کلن پخوانی د هوايي ځواک پیلوټ چن ژونګروي او ۳۵ کلن پخوانی د فضایي ټکنالوژۍ انجنیر وانګ جی، به خپل لومړنی فضایي سفر ترسره کړي.

چن ژونګروي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: "نن زه د دې په درشل کې یم چې خپل د فضایي الوتنې خوب پوره کړم." دغه ټیم به د شپږو میاشتو لپاره په تیانګونګ کې کار وکړي، د فزیک او ژوند ساینس په برخو کې به تجربې ترسره کړي او د فضایي خځلو پر وړاندې حفاظتي وسایل نصب کړي.

د لومړي ځل لپاره، دوی به په الوتکه کې پلنیرین - د اوبو فلیټ چینجي هم له ځان سره یوسي چې د دوی د بیا تولید وړتیاو لپاره پیژندل کیږي. دغه ټیم به د فضایي تګونو ترڅنګ، د اړتیا وړ توکي بیا ډک کړي او د سټېشن په جوړښت کې عمومي ساتنې ترسره کړي. اوس مهال په تیانګونګ کې درې ستورمزلي شتون لري چې د اپرېل په ۲۹مه به د ځمکې پر لور راستانه شي.

‘آسماني ماڼۍ’

د چهارشنبې په ورځ د حکومت د یوې لیدنې پر مهال، د AFP خبریالانو ولیدل چې راکټ په یوه اسماني شین برج کې ځای پر ځای شوی، چې شاوخوا سره یې بیرغونه رپېدل او کارکوونکي په شین یونیفورم کې د توغولو لپاره وروستي چمتووالی نیسي.

د چین فضایي پروګرام د نړۍ درېیم پروګرام دی چې انسانان یې مدار ته رسولي دي، او همدارنګه یې روبوټیک سپړونکي د مریخ او سپوږمۍ پر سطحه ښکته کړي دي، ترڅو د متحده ایالاتو او روسیې په څېر د فضایي ځواکونو سره سیالي وکړي. تیانګونګ، چې په چینایي ژبه کې د "آسماني ماڼۍ" په معنا دی، د دې پروګرام د بریا ستره نښه ده او هر شپږ میاشتې وروسته درې کسیزه ټیمونه پکې ځای پر ځای کېږي.

چین له ۲۰۱۱ کال راهیسې د نړیوال فضایي سټېشن څخه بهر پاتې دی، کله چې متحده ایالاتو ناسا ته له بیجینګ سره په همکارۍ بندیز ولګاوه. له هغه وخت راهیسې، چین هڅه کړې چې نور هېوادونه خپل فضایي پروګرام ته راجلب کړي، او د فبرورۍ په میاشت کې یې له خپل اوږدمهاله ملګري پاکستان سره یوه هوکړه وکړه ترڅو د تیانګونګ په فضایي سټېشن کې لومړنی بهرنی ستورمزلی ځای پر ځای کړي.

د دې پروسې په ترڅ کې، د CMSA په وینا، "دوه پاکستاني ستورمزلي به د روزنې لپاره چین ته واستول شي."

وپلټۍ
ولې د تورکیې "کآن" (KAAN) جنګي الوتکه کولی شي په اسیا کې د هوايي ځواک معادله بدله کړي؟
د تورکیې او ایټالیا د بې پیلوټه الوتکو  ملګرتیا د تولید لومړي پړاو ته نږدې شوې ده
د تورکیې قزل‌ایلما جنګي بې پیلوټه الوتکې د اسلسان نوی برېښنايي ډال ترلاسه کړ
د تورکیې بې پیلوټه جټ الوتکې قزل ایلما یو ډیر مهم ازمایښت په بریالیتوب سرته ورسو
روسیې د  فضايي ادارې په وینا،د سویوز فضايي بیړۍ د روسي  او امریکایي ستورمزلو سره فضا ته الوتنه وکړه
تورکي شرکتونو د فولادي ګنبد دفاعي سیسټم د ملاتړ لپاره د ۶.۵ ملیارد ډالرو قراردادونه لاسلیک کړل
تورکي دفاعي شرکتونه په طبیعي پیښو کې د کارونې لپاره ژوند ژغورونکي ډرونونه جوړوي
د تورکیې "قزل ایلما" بې پیلوټه جنګۍ الوتکې په مجازي ازموینه کې F-16 وویشتله
د معلوماتو پر سر د ټیکنالوژۍ د سترو شرکتونو کنټرول ډیموکراسۍ ته "جدي ګواښ" پېښوي: هالنډۍ رسنۍ
چینايي ستورمزلو مځکې ته د راستنیدو ماموریت وځنډید
له توکیو څخه تر نیویارک پورې په ۶۰ دقیقو کې د سفر امکان
تورکیه د دفاعي صنعت په برخه په ډاډمندو ګامونو د خپلواکۍ او ځان بسیاینې په لور روانه ده.
د تورکیې کورني پرمختللي  "الټای" جنګي ټانکونه د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شول.
ګوګل په هند کې د ۱۵ میلیارده ډالرو پانګه ونې سره د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتو مرکز جوړوي
د امریکا قانون جوړونکي پر چین د چپ جوړولو د وسایلو پر پلور د پراخو بندیزونو غوښتنه کوي
د ټکنوفیست په فیستیوال کې ګډون کوونکي د تورکیې د فولادي ګمبد هوايي دفاعي سیستم د نږدې نه لیدنه کوي
د تورکیې د ټیکنالوژۍ مخکښ فیسټیوال ټکنوفیسټ په استانبول کې پیل شو
تورکیې د خپل نوي اصلي جګړه ییز ټانک "التای" د پراخ تولید پروسه په انقره کې رسمآ پیل کړه.
فرانسوي ورځپاڼه : د تورکیې نوې الوتکې لیږدونکې کښتۍ به د فرانسې د چارلس دې ګول کښتۍ څخه پرمختللې وي
(اوپن اې آی) په هند کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا د لویو هڅو په منځ کې د یو ګیګاواټ ډیټا مرکز جوړوي