نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګنده کړه چې روسیه  او اوکراین باید په خپلو کې یوې هوکړې ته ورسېږي او د دې لپاره چانس شته. هغه وویل: "په نهایت کې باید ستونزه د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ حل شي."
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
پوتین

ولادیمیر پوتین په ولادیوستوک ښار کې د ۱۱مې ختیځې اقتصادي غونډې (فورم) په عمومي ناسته کې ګډون وکړ.

پوتین په دې فورم کې د وینا پر مهال دې ته اشاره وکړه چې امریکا به د اوکراین د کړکېچ له حل وروسته له روسیې سره پر اړیکو تمرکز وکړي او زیاته یې کړه:

"روسیه او اوکراین باید په خپلو کې یوې هوکړې ته ورسېږي. امریکا او چین په ګډون نور هېوادونه د دې پروسې ملاتړ ته چمتو دي. په پای کې باید ستونزه د جګړې د خواوو ترمنځ حل شي، چې دا خواوې روسیه او اوکراین دي. موږ باور لرو چې دا یو سم لیدلوری دی. له ټولو هغو کسانو مننه کوو چې د دې مسئلې په حل کې مرسته کوي. ایا د حل لپاره کوم چانس شته؟ زما په فکر هو، شته."

پوتین د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تورن کړ چې د روسیې ملکي هوانوردۍ (هوايي چلند) ته یې ګواښ کړی او ویې ویل: "دا د دولتي تروریزم څرګندونه ده. دا چاره د سولې د خبرو اترو ترسره کول ستونزمنوي. د اوکراین هغه لوېدیځ متحدین چې په دې اړه چوپ پاتې دي، هغوی د نړیوال تروریزم شریکان دي."

ولادیمیر پوتین دا هم وویل چې د استخباراتي ادارو له لارې له اوکرایني لوري سره اړیکې دوام لري.

روسي مشر په خپل هېواد کې د تېلو (سون توکو) د ستونزې په اړه وویل: "موږ باید هر څه ته چمتو واوسو."

پوتین د تېرې میاشتې هغې پېښې ته په اشارې سره چې په لایپزیګ-هالي هوايي ډګر کې یو چاودېدونکی ډرون موندل شوی و او له امله یې جرمني په بون ښار کې د روسیې قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه وکړه، وویل: "جرمني د خپلو ډارونو (فوبیا) له امله روسي او جرمني اتباع له قونسلي او کلتوري خدمتونو بې برخې کړل. په برلین کې زموږ سفارت به د ویزو، پاسپورټونو او نوټري چارو مسوولیت پر غاړه واخلي."

 

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي