نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلي رسنۍ ویلي ټرمپ او نتنیاهو د ایران په اړه «ډراماتیکې» خبرې کړي
د خبرو اترو د محتوا په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو یاد چینل دا خبرې اترې «اوږدې او ډراماتیکې» بللې دي.
اسرائیلي رسنۍ ویلي ټرمپ او نتنیاهو د ایران په اړه «ډراماتیکې» خبرې کړي
ټرمپ

نه سپینې ماڼۍ او نه د نتنیاهو دفتر د دې ټلیفوني اړیکې په اړه کوم بیان خپور کړی دی.

د اسرائیلو ۱۲م چینل د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره شپه یوه «اوږده او ډراماتیکه» ټلیفوني اړیکه درلوده؛ دا په تېرو څو ورځو کې د دواړو مشرانو ترمنځ دویمه اړیکه ده.

د خبرو اترو د محتوا په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو یاد چینل دا خبرې اترې «اوږدې او ډراماتیکې» بللې دي.

یادې رسنۍ ویلي چې دا اړیکه په داسې حال کې شوې چې داسې ښکاري دواړه مشران د ایران د جګړې په اړه «د یوې پرېکړې په درشل کې» دي. سپینې ماڼۍ او د نتنیاهو دفتر تر اوسه د دې اړیکې په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

د یکشنبې په ورځ هم نتنیاهو او ټرمپ له ۳۰ دقیقو څخه زیاتې خبرې کړې وې چې د اسرائیلي رسنیو په وینا، تمرکز یې «په ایران کې د جګړې د بیا پیلولو پر احتمال» و.

«وخت مخ په ختمېدو دی»
له دغې اړیکې وروسته، ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه (Truth Social) کې ایران ته خبرداری ورکړ چې د دوی لپاره «وخت مخ په ختمېدو دی.

د دوشنبې په ماښام ټرمپ اعلان وکړ چې د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو په غوښتنه یې هغه برید ځنډولی چې ټاکل شوې وه د سه شنبې په ورځ پر ایران ترسره شي. هغه په یو پوسټ کې زیاته کړه چې دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې ترڅو «په هغه صورت کې چې کومه د منلو وړ معامله ونشي، په هره شېبه کې پر ایران د یو بشپړ او پراخ برید لپاره چمتو واوسي.»

د پاکستان په منځګړیتوب د ځنډېدلو خبرو اترو وروسته، امریکا د اپریل له ۱۳مې راهیسې د ایران پر بندرونو، په ځانګړې توګه د هرمز ستراتیژیک تنګي ته څېرمه، محاصره لګولې ده.

ایران په ځواب کې دا تنګی تړلی او کښتیو ته یې امر کړی چې د تېرېدو لپاره له تهران سره همغږي وکړي. دا اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې د اپریل له ۸مې راهیسې نافذ شوی ماتېدونکی اوربند ښايي د یوې نوي هوکړې په نشتوالي کې له منځه لاړ شي او هغه جګړه بیا پیل شي چې د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوې وه.

 

وپلټۍ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې