په اسرائیلو کې د مخالف ګوند مشر پر سوریې بریدونه بې پروا بللي او غندلي دي

یائیر لاپید د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو عامه خپرونې ادارې کان  ته وویل: "په دمشق کې د ولسمشرۍ ماڼۍ  باندې برید د (سوریې) حکومت کمزوری کوي او زموږ ستراتیژیکو موخو ته خدمت نه کوي."

د اسرائیلو د مخالف ګوند مشر یائیر لاپید د  سوریې پر پلازمینه دمشق باندې د اسرائیلو هوايي بریدونه د "بې پروا چلند" په توګه غندلي دي.

یائیر لاپید د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو عامه خپرونې ادارې کان  ته وویل: "په دمشق کې د ولسمشرۍ ماڼۍ  باندې برید د (سوریې) حکومت کمزوری کوي او زموږ ستراتیژیکو موخو ته خدمت نه کوي."

هغه زیاته کړه: "دا یو بې پروا چلند دی. منځنی ختیځ دا څاري او پوهېږي چې موږ باور لرو قوانین پر موږ نه تطبیقېږي."

لاپید د سوریې د دولت د کمزوري کولو مخالفت څرګند کړ، په داسې حال کې چې "د امریکا او اروپا له خوا د ثبات د ترلاسه کولو هڅې روانې دي."

اسرائیلو د چهارشنبې په ورځ د سوریې په پلازمینه دمشق کې  د بریدونو په لړ کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

تل ابیب ادعا کوي چې دغه بریدونه د سوریې د دروزیانو  ټولنې د ساتنې لپاره ترسره شوي دي.

خو د سوریې ډېری دروزي مشران په ګډه اعلامیو کې د بهرني مداخلت مخالفت کړی، د یو موټي سوریې ژمنه یې کړې او د هر ډول وېش یا تجزیې پر وړاندې یې خپل مخالفت څرګند کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ د سوریې د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې په سویډا کې د وسله والو دروزي او بدوي ډلو تر منځ د نښتو وروسته، چې لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې وژل شوي وو، نوی اوربند شوی دی.

دغه تړون د دې ولایت د بشپړ بیا یوځای کېدو لپاره د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې زمینه برابروي.