نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین څرګنده کړې چې اوکراین ته د اروپايي پوځي ځواکونو احتمالي استول له روسیې سره د نیغ په نیغه جګړې په مانا دي او زیاته یې کړه: «موږ له اروپا سره د نښتې لپاره هیڅ دلیل نه لرو.»
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.
ولادیمیر پوتین

پوټین دا څرګندونې  د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې د برېکس (BRICS) ۱۸مې مشرانو غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې .

نوموړي د جرمني د ساکسوني-انهالټ (Saxony-Anhalt) ایالتي پارلمان په ټاکنو کې د "لمان لپاره بدیل "  ګوند بریا ته په اشارې وویل: «زما په آند هغه څه چې اوس مهال په اروپا کې رامنځته کېږي؛ په اساسي توګه د هغه قشر... د لوېدیځو ګلوبالیستانو (جهاني پالو) د سیاسي، امنیتي او اقتصادي سیسټمیکو تېروتنو پایله ده چې 'لوېدیځ' بلل کېږي.»

پوټین دې ته په اشارې چې د روسیې په ګډون هرڅوک تېروتنې کوي، وویل خو لوېدیځ ګلوبالیستان د سړې جګړې له پای ته رسېدو او د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته «په لوړه کچه کې احساس شول، دا انګېرنه یې درلوده چې هر څه جواز لري او دوی هیڅ تېروتنه نه کوي.»

پوټین په دې ټینګار وکړ چې لوېدیځ تل هڅه کړې چې روسیه «تر فشار لاندې راولي» او زیاته یې کړه: «دوئ غوښتل په پیل کې دا کار د قفقاز په سیمه کې د تروریستانو او جلا غوښتونکو له لارې وکړي. او اوس دا هڅه د اوکراین د نازي ادارې له لارې کوي. دوئ غوښتل روسیه پارچه پارچه کړي. دا یو روښانه حقیقت دی.»

پوټین د اوکراین بحران ته په اشارې وویل چې دا شخړه د لوېدیځ لخوا پارول شوې، ځکه د دوئ موخه په ناټو کې د اوکراین شاملول وو: «دا په اوکراین کې د نننیو غمجنو پېښو اصلي علت و. لوېدیځ ګلوبالیستان په دې اړه پړه دي، خو دوئ تل دا ملامتي زموږ پر غاړه اچوي.»

ولادیمیر پوټین دا هم یادونه وکړه چې اروپا له روسیې څخه د طبیعي ګازو له اخیستلو په شا شوه او اوس مهال یې له بېلابېلو سرچینو په خورا لوړه بیه تامینوي.

نوموړي په اوکراین کې د اروپايي پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو د احتمال په اړه وویل: «اوس مهال هغوی (لوېدیځې نخبې) د اوکراین خاورې ته د پوځیانو په استولو غور کوي. دا له روسیې سره د جګړې پيل دی. زما تر درکه د اروپايي هېوادونو اتباع له دې واقعیت خبر دي. زما په باور په جرمني کې د ټاکنو پایلې او په ټولیزه توګه په اروپا کې د سیاسي پروسو جرړې په همدې پورې تړلې دي.»

 

وپلټۍ
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي