تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
له غزې سره د مرستو له کاروان څخه تښتول شوي تورکي وګړي په یوې ځانګړې الوتکه کې بېرته تورکیې ته ستنېږي
تورکي چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، هغه تورکي وګړي او د نورو هېوادونو فعالان چې په نړیوالو اوبو کې د اسرائیلو له خوا د "ګلوبل صمود" په  نوم د بشري مرستو له کاروان څخه نیول شوي وو، تمه ده نن په یوې ځانګړې الوتکه کې تورکیې ته ورسېږي.
له غزې سره د مرستو له کاروان څخه تښتول شوي تورکي وګړي په یوې ځانګړې الوتکه کې بېرته تورکیې ته ستنېږي
له غزې سره د مرستو له کاروان څخه تښتول شوي تورکي وګړي په یوې ځانګړې الوتکه کې بېرته تورکیې ته ستنېږي / Reuters

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند اونجو کیچیلي پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "په نړیوالو اوبو کې د ګلوبل صمود د کښتیو پر وړاندې د اسرائیلي ځواکونو د غیرقانوني مداخلې په پایله کې، زموږ نیول شوي اتباع او نور ګډونوال د (یونان) کرېت ټاپو کې ښکته شوي دي."

هغه زیاته کړه: "په اټن کې زموږ سفیر او کونسلي کارکوونکي په کرېت کې حضور لري. زموږ اتباع او د نورو هېوادونو یو شمېر فعالان به نن د یوې چارتر (ځانګړې) الوتکې په واسطه تورکیې ته انتقال شي."

د "ګلوبل صمود" کاروان پر حکومتونو غږ کړی چې پر اسرائیلو فشار راوړي ترڅو پاتې نیول شوي کسان خوشې کړي. دغې ډلې په یو بیان کې ویلي چې ډېری فعالان په کرېت کې خوشې شوي، خو دوه کسان چې او سیف نومېږي، لا هم د اسرائیلو په بند کې دي. دغه کاروان ویلي: "موږ له ټولو حکومتونو غواړو چې پر اسرائیلي رژیم فشار راوړي ترڅو ټول غیرقانوني تښتول شوي کسان خوشې کړي."

د پنجشنبې په ورځ، د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په نړیوالو اوبو کې یې د غزې په لور د روانو ۲۰ کښتیو له نیولو وروسته، ۱۷۵ فعالان نیولي دي.

د دغه کاروان هدف د غزې د سمندري کلابندۍ ماتول او د بشري مرستو لپاره د یوې سمندري لارې پرانیستل دي. دا د ګلوبل صمود کاروان دویمه هڅه ده؛ لومړۍ هڅه یې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې کړې وه چې هغه مهال هم په نړیوالو اوبو کې د اسراییلو له خوا د کښتیو د نیول کېدو او د سلګونو فعالانو د توقیف لامل شوې وه.

اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر غزې "نسل وژونکې" جګړه پیل کړه چې تر اوسه پکې له ۷۲ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دغې جګړې د غزې ۹۰ سلنه بنسټیزې زیربناوې ویجاړې کړې دي، چې ملګرو ملتونو یې د بیارغونې لګښت شاوخوا ۷۰ میلیارده ډالره اټکل کړی دی. اسرائیلو له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزې سخته کلابندي لګولې 

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.