نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
په واشنګتن کې پر اسرائیلي ډیپلوماټانو مرګوني برید کوونکي ویلي دي چې دا کار يي د غزې په خاطر کړی دی.
الیاس رودریگز چې په واشنګټن ډي سي  کې په یوه یهودي موزیم کې د اسرائیلو د  سفارت  د دوو تنو کارکوونکو په وژلو تورن دی - پولیسو ته ویلي دي چې هغه  دا برید د " غزې لپاره" کړی.
په واشنګتن کې پر اسرائیلي ډیپلوماټانو مرګوني برید کوونکي ویلي دي چې دا کار يي د غزې په خاطر کړی دی.
/ Reuters

په واشنګتن کې پر اسرائیلي ډیپلوماټانو مرګوني برید کوونکي ویلي دي چې دا کار يي د غزې په خاطر کړی دی.

الیاس رودریگز چې په واشنګټن ډي سي  کې په یوه یهودي موزیم کې د اسرائیلو د  سفارت  د دوو تنو کارکوونکو په وژلو تورن دی - پولیسو ته ویلي دي چې هغه  دا برید د " غزې لپاره" کړی.

 هغه سړی چې په واشنګټن کې  په یهودي موزیم کې د اسرائیلو د سفارت  د دوه تنو کارکوونکو د وژلو په تور تورن دی  ، پولیسو ته د نیولو وروسته ویلي: "ما دا د برید د  فلسطین لپاره وکړ، ما دا د غزې لپاره وکړ،" فدرالي چارواکو وویل چې دا عمل یو قصدي  ترهګر هدفمند عمل دی.

۳۱ کلن الیاس رودریګز، د محکمې د اسنادو له مخې، چې د چهارشنبې د شپې د برید په اړه مفصل  تفصیلات څرګندوي، د نیولو پر مهال "فلسطین ته ازادي ورکړئ" شعارونه ورکول.

قربانیان  یوه امریکایي ښځه او یو اسرائیلی سړی  دی. هغوې په واشنګټن کې جوړ شوي د یو یهودي موزیم نه چې کوربه توب يي هم ددوې په غاړه وو د وتو نه وروسته په وسله وال برید کې ووژل شول.

دغه برید د دې لامل شو چې د اسرائیلو سفارتونه په ټوله نړۍ کې خپل امنیت ټینګ کړي او بیرغونه نیمه ځوړند کړي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې په اړه نړیوال غبرګونونه زیات شوي، چې د امریکا چارواکي خبرداری ورکوي چې په دې هېواد کې د سیاسي انګېزو پر بنسټ د تاوتریخوالي خطر زیاتوي.

رودریګز د بهرنیو چارواکو د وژنې او نورو جرمونو په تور نیول شوی، خو د پنجشنبې په ورځ په لنډه محکمه کې یې هیڅ ډول اعتراف ونه کړ. څارنوالانو ویلي چې ښایي نور تورونه هم پرې ولګول شي، او دا قضیه هم د ترهګرۍ او هم د یهودي ټولنې پر وړاندې د کرکې جرم په توګه څېړل کېږي.

د کولمبیا ولسوالۍ لپاره د امریکا د لنډمهاله څارنوالې، جینین پیرو، وویل: "د چا د مذهب پر بنسټ تاوتریخوالی د بزدلۍ عمل دی. دا د قهرمانۍ عمل نه دی. په ځانګړې توګه په پلازمینه کې، د یهودیت  ضد چلند د زغملو وړ ندی."

رودریګز په فدرالي محکمه کې چې  توقیف سپینې جامې په تن وې  حاضر شو او د څارنوالانو خبرې واورېدې چې د هغه پر وړاندې داسې تورونه وړاندې شول چې کیدای شي د اعدام سزا هم مخامخ شي.

د هغه د مور په کور کې، چې د شیکاګو سره نږدې دی، په دروازه کې یو لیک لګول شوی و چې د محرمیت غوښتنه یې کوله.

د FBI لخوا خپور شوی یو راپور ښيي چې دغه وژنې له مخکې پلان شوې وې. چارواکي وایي چې رودریګز د سه شنبې په ورځ له شیکاګو څخه واشنګټن ته الوتنه وکړه او په خپل سامان کې یې یو ټوپک راوړ. هغه د موزیم د غونډې لپاره یوازې درې ساعته مخکې ټکټ اخیستی و.

د څارنې ویډیو ښيي چې شکمن کس د موزیم سره نږدې ګرځېده، بیا یې یوې ډلې ته نږدې شو او ډزې یې وکړې. ویل کېږي چې هغه د قربانیانو پر سر ټیټ شو او بیا یې ډزې وکړې، حتی داسې ښکاري چې ټوپک یې بیا ډک کړ مخکې له دې چې له سیمې وتښتي.

رودریګز د یوې فعالې دندې لرونکي د امریکا د هوايي ځواک د غړي ستاینه هم کړې چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې د اسرائیلي سفارت مخې ته ځان وسوځاوه، هغه یې "زړور" او "شهید" بللی دی.

په فبرورۍ ۲۰۲۴ کې، ارون بوشنل په واشنګټن ډي سي کې په اسرائیلي سفارت کې د ځان سوځولو وروسته مړ شو، چې د غزې د نسل وژنې په وړاندې یې اعتراض کاوه.

د ځان سوځولو مخکې، هغه وویل: "زه نور په نسل وژنه کې شریک پاتې کېدل نه شم او دا کار زغملی نشم." بوشنل دغه پېښه په ټویچ کې ژوندۍ خپره کړه. هغه وویل چې دا عمل یې "د اعتراض یو سخت عمل" و، خو د فلسطینیانو د کړاو په پرتله دومره سخت نه و.

وپلټۍ
د انګلستان په پارلمان کې د کارګر ګوند یو زیات شمیر غړیو وکیلانو  د سټارمر څخه د استعفا غوښتنه وکړه
اسرائیلي ځواکونو په العیزریه کې د غیرقانوني میشت ځایونو د پراختیا لپاره ۴۰ فلسطیني دوکانونه ونړول
امریکا یوه سناتور د زیږون له لارې د تابعیت د حق د ختمولو لپاره په اساسي قانون کې د تعدیل وړاندیز وکړ
متحده عربي اماراتو د امریکا او اسرائیلو د جګړې په جریان کې پر ایران پټ بریدونه کړي دي
د اوکراین پوځ ویلي د روسیې او اوکراین د اوربند له پای ته رسيدو وروسته کیف د ډرون تر برید لاندې راغلی
ټرمپ: له ایران سره اوربند په (ډېر نازک حالت) کې  قرار لري.
اروپايي ټولنه وايي په نږدې راتلوونکې کې به په بروکسل کې د طالب چارواکو سره لیدنه وکړي
اروپايي ټولنې له سوریې سره بشپړه همکاري بېرته پیل کړه
اردوغان وویل جیوپولیټیک بدلونونه د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د نږدې اړیکو پر اړتیا ټینګار کوي
کالاس:تمه ده چې اروپايي ټولنه به په غیرقانوني اسرائیلي کډوالو   ځنډیدلي بندیزونو ولګوي
ایران د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي د روغتیايي وضعیت د خرابیدو  له امله په ضمانت خوشې کړه
پاکستان حکومت په بنو کې د پولیسو پر پوستې د تیرې ورځې د برید پړه په افغانستان واچوله
نتنیاهو خبرداری ورکړ تر هغه چې په ایران کې اټومي مواد پاتې وي د ایران پر وړاندې جګړه به 'ختمه نه شي'
د امریکا یو چارواکی وایي چې د امریکا او چین ترمنځ د نادرو ځمکنیو منرالونو تړون لا هم نافذ دی
ایران د امریکا په مقابل کې د هرمز کنټرول او د تاوان غوښتنه وکړه