نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا له جاپان څخه غوښتي چې د روسیې د انرژۍ واردات ودروي
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ د چهارشنبې په ورځ وویل، واشنګټن غواړي چې جاپان د روسیې د انرژۍ واردات ودروي، څو ساعته وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه چې هند به له مسکو څخه د نفتو پیرود بند کړي.
امریکا له جاپان څخه غوښتي چې د روسیې د انرژۍ واردات ودروي
جاپان / Reuters

امریکا له جاپان څخه غوښتي چې د روسیې د انرژۍ واردات ودروي

د جاپان د ماليې وزیر کاتسونوبو د امریکا د خزانې د وزیر سکاټ بېسنټ د غوښتنې په اړه له څرګندونو ډډه وکړه، او ویې ویل چې توکیو د اوکراین د عادلانه سولې لپاره د G7 د هڅو سره همغږی پاتې دی.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ د چهارشنبې په ورځ وویل، واشنګټن غواړي چې جاپان د روسیې د انرژۍ واردات ودروي، څو ساعته وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه چې هند به له مسکو څخه د نفتو پیرود بند کړي.

بیسنټ په ایکس کې وویل چې هغه د جاپان د مالیې وزیر کاتسونوبو کاټو سره د واشنګټن دا "تمه چې جاپان د روسیې د انرژۍ واردول ودروي" په اړه بحث وکړ.

جاپان په لوړه کچه د بهرنیو نفتو او ګازو په وارداتو تکیه لري.

د ۲۰۲۳ کال د ګمرکي معلوماتو له مخې، جاپان د روسیې څخه د مایع طبیعي ګاز (LNG) په وارداتو کې ۵۸۲ میلیارد ین (۳.۹ میلیارده ډالره) مصرف کړي دي.

دا د جاپان د ټولو مایع طبیعي ګاز وارداتو ۸.۹ سلنه جوړوي. 

په واشنګټن کې د جاپاني رسنیو د راپور له مخې، کاتو د بېسنټ د څرګندونو په اړه له تفصیلي خبرو کولو ډډه وکړه.

هغه وویل: "زه غواړم د هغو خبرو په اړه له بحث کولو ډډه وکړم چې نور وزیران یې کوي."

هغه زیاته کړه: "موږ ژمن یو چې د G7 له نورو هېوادونو سره په همغږۍ کې د اوکراین د عادلانه سولې د تحقق لپاره خپلې هڅې وکړو."

د چهارشنبې په ورځ ټرمپ ویلي وو چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هغه ته ژمنه ورکړې چې نوی ډیلي به د روسیې له تیلو څخه د پیرودلو لړۍ پای ته ورسوي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: "تاسو پوهېږئ، دا کار سمدستي نه شي کېدای، دا یوه پروسه ده، مګر دا پروسه به ډیر ژر پای ته ورسیږي."

مودي له دې وړاندې د روسیې له تیلو د پیرودلو دفاع کړې وه، سره له دې چې مسکو په اوکراین برید کړی دی، ځکه روسیه د هند تاریخي ملګری ګڼل کېږي.

په اګست میاشت کې، ټرمپ د هند د صادراتو ګمرکي مالیه امریکا ته ۵۰ سلنې ته لوړه کړه، د ټرمپ مرستیالانو هند په اوکراین کې د روسیې د جګړې د سونګ توکو په جوړولو تورن کړ.

بېسنټ وویل چې هغه او کاتو د "د امریکا او جاپان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د تړون له لارې په امریکا کې د جاپان د ستراتیژیکې پانګونې د بسیج کولو پلانونه" هم وڅېړل.

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي