نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
سپینې ماڼۍ د غزې د حکومتولۍ پلان لپاره اجرایوي بورډ اعلان کړ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سټیو ویټکوف، جیرډ کوشنر، او ټوني بلیر ترڅنګ د غزې په نوي "سولې بورډ" کې نومول شوی دی.
سپینې ماڼۍ د غزې د حکومتولۍ پلان لپاره اجرایوي بورډ اعلان کړ
دونالډ ټرمپ / Reuters

سپینې ماڼۍ د غزې د حکومتولۍ پلان لپاره اجرایوي بورډ اعلان کړ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سټیو ویټکوف، جیرډ کوشنر، او ټوني بلیر ترڅنګ د غزې په نوي "سولې بورډ" کې نومول شوی دی.

سپینې ماڼۍ د غزې د "سولې بورډ" غړي اعلان کړل او د غزې د ادارې ملي کمیټې (NCAG) مشري یې تایید کړه. دا کار په غزه کې د اسرائیل د نسل وژنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ ماده ییز پلان د یوې برخې په توګه شوی دی.

د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې، سپینې ماڼۍ وویل چې د غزې د سولې د بورډ مشري به د فلسطیني ادارې پخوانی مرستیال وزیر، ډاکټر علي شعث کوي.

شعث "یو پراخ منل شوی تکنوکرات مشر" بلل شوی چې د عامه خدماتو د بیارغونې، د ملکي بنسټونو د بیا جوړولو او په غزه کې د ورځني ژوند د ثبات څارنه به کوي، او په ورته وخت کې به د اوږد مهاله حکومتولۍ لپاره زمینه برابروي.

سپینې ماڼۍ د غزې د حکومتولۍ تر چتر لاندې د حکومتولۍ او خدماتو وړاندې کولو ملاتړ لپاره د یوه اجرایوي بورډ د جوړولو اعلان هم وکړ.

په نومول شویو کسانو کې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان؛ د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف؛ د ټرمپ زوم جیرډ کوشنر؛ د برتانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر؛ د متحده عربي اماراتو د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د دولت وزیره ریم الهاشمي؛ تجربه کار قطري دیپلومات علي الثوادي؛ د مصر د استخباراتو مشر حسن راشد؛ د ملګرو ملتونو پخوانی استازی نیکولای ملادینوف؛ قبرصي-اسرائیلي سوداګر یاکیر ګبای؛ او هالنډۍ سیاستواله سیګریډ کاګ شامل دي.

د سولې بورډ لارښود اجرایوي بورډ مشري به پخپله ټرمپ کوي.

په غړو کې یې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ویټکوف، کوشنر، ټوني بلیر، میلیاردر مارک رووان، د نړیوال بانک ګروپ مشر اجی بنګا او د امریکا سیاسي سلاکار رابرټ ګابریل شامل دي.

ملادینوف به د غزې لپاره د لوړي استازي په توګه دنده ترسره کوي، او د سولې بورډ او غزې د ادارې د ملي کمیټې ترمنځ به د اړیکو د پل په توګه کار کوي.

جګړن جسپر جیفرز د نړیوال ثبات ځواک (ISF) د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

دویم پړاو پیل شو

سپینې ماڼۍ اریه لایټسټون او جوش ګرونبام هم د ورځنۍ ستراتیژۍ او عملیاتو د څارنې مسؤل لوړپوړي سلاکاران نومولي دي.

تمه ده په راتلونکو اونیو کې نورې ګمارنې هم وشي.

دا اعلان وروسته له هغه شوی چې ویټکوف د دې اونۍ په پیل کې تایید کړه چې د غزې د اوربند پلان خپل دویم پړاو ته داخل شوی، چې اوس پکې تمرکز پر بې وسلې کولو، تکنوکراتیکې حکومتولۍ، او بیارغونې دی.

دغه اوربند چې د اکتوبر په میاشت کې نافذ شو، د اسرائیل نسل وژونکې جګړه یې ودروله، د اسرائیلي ځواکونو قسمي وتلو ته یې لاره هواره کړه، د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې یې د اسرائیلي اسیرانو تبادله اسانه کړه، او غزې ته یې د محدودو بشري مرستو د ننوتو اجازه ورکړه.

په دویم پړاو کې د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل، د حماس بې وسلې کول، د نړیوالو ځواکونو ځای پر ځای کول، او د یوې لنډمهاله تکنوکراتیکې ادارې جوړول شامل دي.

په ورته وخت کې، اسرائیل د اوربند څخه سرغړونو ته دوام ورکوي، ځکه په غزه کې د هوایي بریدونو له امله لږ تر لږه درې فلسطینیان، چې یوه ۱۰ کلنه نجلۍ، یو ۱۶ کلن هلک، او یوه بوډۍ ښځه پکې شامل دي، ووژل شول. دا پېښه یوازې یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې امریکا د اسرائیل د نسل وژنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د پلان دویم پړاو اعلان کړ، په داسې حال کې چې یوه فلسطیني تکنوکراتیکه کمیټه په قاهره کې د دې پلان د پلي کولو لپاره چمتووالی نیسي.

 

وپلټۍ
په لوېدیځ بنګال کې د هند د واکمن ګوند (بي جي پي) یو مهم غړی او همکار د وسله والو له خوا ووژل شو
راپور :  واشنګټن باور لري له ایران سره یوې هوکړې ته نږدې دی
د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو د فساد په قضیه کې د ۸۴م ځل لپاره محکمې ته وړاندې شو
تورکیه د اقلیم په سرمشریزه   COP31 کې د عمل پر لور پر لاره ټینګار کوي
اسرائیل په سویلي لبنان په تازه بریدونو کې ۵ کسان وژلي.
امریکايي ځواکونو په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په لیږدونکې یوې کښتۍ برید وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي: ایران به یوازې له امریکا سره 'عادلانه او جامع تړون' ومني.
امریکا ویلي چې د پاکستان په پیښور ښار کې به خپله قونسلګري وتړي
اوکراین روسیه د کییف د اوربند له پیلېدو وړاندې  په نویو بریدونو ترسره کولو تورنه کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وایي د ایران پر وړاندې (د غضب عملیات) پای ته ورسېدل
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله  (د ازادۍ پروژه) په نامه عملیات وځنډول
د تورکیې د دفاعي او هوايي چلند نندارتون «SAHA 2026» په استانبول کې پیل شو
روسیه وايي په یو پراخ شپني برید کې یې نږدې ۳۰۰ اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي
اردوغان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د تورکیې د «رغنده دریځ» له کمزوري کولو ډډه وکړي
د ایران د پارلمان مشر: 'په هرمز تنګي کې یوه نوې معادله بڼه نیسي'