نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د بنګله دیش د ټاکنو پایلې اعلان شوې. ملیتپالو ګوند غوڅ بری ترلاسه کړ
د ټاکنو د کمېسیون د رسمي پایلو له مخې، د بنګله دېش ملتپال ګوند او متحدینو یې ۲۱۲ څوکۍ او د جماعت اسلامي ګوند په مشرۍ بلاک ۷۷ څوکۍ ګټلې دي.
د بنګله دیش د ټاکنو پایلې اعلان شوې. ملیتپالو ګوند غوڅ بری ترلاسه کړ
د بنګله دیش د ټاکنو پایلې اعلان شوې. ملیتپالو ګوند غوڅ بری ترلاسه کړ / AFP

د بنګله دېش په عمومي ټاکنو کې ملیتپالو ګوند بي این پي (BNP) دوه پر درې برخه اکثریت ترلاسه کړ

د ټاکنو د کمېسیون د رسمي پایلو له مخې، د بنګله دېش ملتپال ګوند او متحدینو یې ۲۱۲ څوکۍ او د جماعت اسلامي ګوند په مشرۍ بلاک ۷۷ څوکۍ ګټلې دي.

رسمي چارواکو اعلان کړی چې د بنګله دېش ملتپال ګوند (BNP) د هېواد د پنجشنبې ورځې د عمومي ټاکنو ګټونکی دی. د ټاکنو د کمېسیون جګپوړي سکرتر، اختر احمد د جمعې په ورځ په پلازمېنه ډاکه کې خبریالانو ته وویل چې بي این پي ۲۰۹ څوکۍ ګټلې دي، چې په دې سره یې د پارلمان په ۳۰۰ څوکیو کې دوه پر درې برخه اکثریت ترلاسه کړ.

احمد وویل چې جماعت اسلامي ۶۸ څوکۍ ګټلې او له خپلو نورو ۱۰ متحدینو سره یوځای د نوي پارلمان په پایلو کې ۷۷ څوکۍ لري. دا د شیخ حسینې له دورې وروسته په هېواد کې لومړنۍ ټاکنې وې. بي این پي او متحدینو یې په مجموع کې ۲۱۲ څوکۍ ترلاسه کړې دي. خو جماعت اسلامي د رایو د شمېرلو پر پروسې پوښتنې راپورته کړې او ګواښ یې کړی چې که بې نظمیو ته پام ونه شي، لاریونونه به وکړي.

سوله ییزې ټاکنې

دا په ۲۰۲۴ کال کې د هغه ولسي پاڅون وروسته چې د شیخ حسینې حکومت یې وپرځاوه، لومړنۍ عمومي ټاکنې وې. د ټاکنو کمېسیون وویل چې په دریو څوکیو ټاکنې وځنډول شوې. د شیخ حسینې "عوامي لیګ" ګوند په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی و او د هغې پخواني متحد "جاتیا ګوند" یوه څوکۍ هم ونه ګټله. اته نورې څوکۍ خپلواکو کاندیدانو او کوچنیو ګوندونو ګټلې دي.

د بنګله دېش د ټاکنو د کمېسیون په وینا، د رایې ورکولو کچه ۵۹.۴۴ سلنه وه، چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري د ټاکنو په پرتله (۴۱.۸ سلنه) د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د اصلاحاتو ریفرنډم (عامه پوښتنه)

د ټاکنو ترڅنګ خلکو په یوه ریفرنډم کې هم برخه واخیسته ترڅو د "جولای منشور" په نوم د اصلاحاتو طرحه تایید یا رد کړي. د ټاکنو کمېسیون وايي چې دا منشور په غوڅ اکثریت تایید شو او له ۴۸ ملیونو څخه زیاتو خلکو ورته "هو" وویل.

په دې منشور کې د حکومتولۍ د سمون لپاره له ۸۰ څخه ډېر وړاندیزونه شامل دي، لکه د لومړي وزیر د دورې محدودول، د ولسمشر د واکونو پراخول، د قضایه قوې د خپلواکۍ ساتل او د ښځو د استازولۍ زیاتول. نوی ټاکل شوی پارلمان مکلف دی چې دا اصلاحات د ۱۸۰ کاري ورځو په ترڅ کې پلي کړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د شیخ حسینې د حکومت د پرځولو پر مهال په لاریونونو کې تر ۱۴۰۰ پورې کسان وژل شوي وو. تېر نومبر، شیخ حسینه د پاڅون پر مهال د بشریت ضد جرمونو په تور په غیاب کې په اعدام محکومه شوه.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله