نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ایف-۳۵ جټ الوتکې  چې د واشنګټن پوځي ځواکونو له ایران سره په جګړه کې کارولي  په درېیو ماډلونو کې جوړېږي چې د هرې یوې الوتکې ارزښت له ۱۰۰ میلیون ډالرو ډېر دی.
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) او لاکهیډ مارټین د ۸۵۰ ایف-۳۵ جنګي الوتکو د تولید لپاره ۱۰ کلن تړون اعلان کړی، چې د دغو لوړ ټیکنالوژیکو او رادار ګریزه الوتکو ملاتړ ته د واشنګټن اوږدمهاله ژمنتیا ښيي.

دواړو لورو د پنجشنبې پر ورځ دغه هوکړه اعلان کړه مګر د تړون دقیق ارزښت یې ونه ښود. دا ګام پر داسې مهال پورته کېږي چې پنټاګون هڅه کوي د امريکايي وسلو د تولید او دفاعي صنایعو د پراختیا لپاره لنډمهالي او اوږدمهالي تړونونه لاسلیک کړي.

د لاکهیډ مارتین شرکت رئیس او اجرایوي مدیر جیم تایکلیټ (Jim Taiclet) له پانګه والو سره په خبرو کې وویل: «دا اعلان د ازادې نړۍ د خورا مهمې او لومړۍ کرښې د جنګي الوتکې په توګه د اف-۳۵ رول د راتلونکو کلونو لپاره تثبیتوي.»

دا «چوکاټي تړون» چې پنټاګون یې د اف-۳۵ پروګرام «نوې کول او پراخول» بولي  لا هم د کانګرس تصدیق او بودیجې تایید ته اړتیا لري.

د پنټاګون لوړپوړي تدارکاتي چارواکي مایکل دفي  وویل: «موږ د هغه طرز په کچه بنيادي بدلون راوستی چې څنګه د دفاعي صنایعو اډه د چټک او لوړ تولید لپاره پیاوړې کوو. د مالي تشویقونو په جوړولو سره موږ ډاډ ترلاسه کوو چې زموږ جنګیالي له هغو نظامي وړتیاوو برخمن دي چې د بریا لپاره ورته اړتیا لري.»

د ایف-۳۵ پروژه د امریکا او هغې د متفقینو ترمنځ ګډه دفاعي هڅه او د نړۍ له پرمختللو نظامي الوتکو لومړۍ ډله ده. د لاکهیډ مارتین د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې له ۱,۳۷۵ ډېرې ایف-۳۵ الوتکې په خدمت کې دي.

لاکهیډ زیاته کړه، که دا تړون منظور شي، واشنګټن ته به د جنګي جټ الوتکو یو «قابل اعتماد، ارزانه او دوامدار» پروګرام ورکړي، چې د اوږدمهالې بیې ټاکلو له امله به میلیاردونه ډالره سپما کړي.

«ډېره ډاډمنه راتلونکې»

د پنټاګون د ۱۰ کلنې ژمنې په ځواب کې، لاکهیډ مارټین ژمنه کړې چې د اف-۳۵ د پروژو ملاتړ لپاره به ۷ میلیارد ډالره مخکې تر مخکې پانګونه وکړي.

تایکلیټ وویل: «د امريکا حکومت د پورته پرېکړې له لارې موږ کولای شو تر ټولو لازمه پانګونه وکړو ترڅو د تولید ظرفیت خورا لوړ او اکمالاتي لړۍ پیاوړې کړو. دا پرېکړه د مالیې ورکوونکو، د خپلو اکمالوونکو او له ټولو مهم د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو په ګټه ده.»

د الوتکو د تولید تر څنګ، دا تړون ابتدايي پرزې، د ۱۰ کلونو بیارغونې کیټونه او د نړیوالو پیرودونکو سپارښتنې هم رانغاړي. امریکا پدې وروستیو کې سعودي عربستان ته د ۲۴.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۴۸ دغو الوتکو د پلور رسمي منظوري اعلان کړې وه.

لاکهیډ وویل د اف-۳۵ پروګرام به د ۳۱۵,۰۰۰ څخه د زیاتو دندو ملاتړ وکړي او په راتلونکو ۱۰ کلونو کې به کابو ۸۰ میلیارد ډالره اقتصادي فعاليت تولید کړي.

د دغه شرکت سهمونه د پنجشنبې په معاملو کې څه باندې ۷ سلنه لوړ شول او ۵۹۰.۲ ډالرو ته ورسېدل.

 

وپلټۍ
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي