تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دریم پړاو سبا پنجشنبه په استانبول کې پیلیږي.
افغانستان او پاکستان  ترمنځ د نښتو نه وروسته د اوربند د جزیاتو په اړه د خبرو اترو بل پړاو به د پنجشنبې په ورځ په تورکیه کې ترسره شي، چې مشري به یې د دواړو هېوادونو د استخباراتو مشران کوي.
افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دریم پړاو سبا پنجشنبه په استانبول کې پیلیږي.
افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دریم پړاو سبا پنجشنبه په استانبول کې پیلیږي. / Reuters

افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دریم پړاو سبا پنجشنبه په استانبول کې پیلیږي.

افغانستان او پاکستان  ترمنځ د نښتو نه وروسته د اوربند د جزیاتو په اړه د خبرو اترو بل پړاو به د پنجشنبې په ورځ په تورکیه کې ترسره شي، چې مشري به یې د دواړو هېوادونو د استخباراتو مشران کوي.

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون لخوا  په ټولنیزه شبکه کې د خپاره شوي بیان له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د دریم پړاو په موخه افغانستان هیئت تورکیې ته روان شو.

د دواړو هیوادونو د پلاوو مشري به د افغانستان د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق او د پاکستان د استخباراتو مشر عاصم ملک پر غاړه ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي، اعلان کړی و چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوربند د جزیاتو په اړه به په استانبول کې خبرې اترې د نوامبر په شپږمه دوام ومومي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو وروسته، د اکتوبر په ۱۵مه د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند اعلان شو. دا اوربند وروسته د تورکیې او قطر په ملاتړ د قطر په پلازمینه دوحه کې د خبرو اترو تر پایه پورې وغځول شو.

د دوحې په خبرو کې، د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لارښوونه، د تورکیې د ملي استخباراتو (MİT) مشر ابراهیم قالن هم ګډون کړی و.

د خبرو اترو اصلي موضوع "د اوسني اوربند غځول او د وروستیو نښتو حل کول" وو، او دواړو خواوو په دې اړه هوکړه کړې وه.

په دوحه کې له ۱۴ ساعته خبرو اترو وروسته پریکړه وشوه چې د اوربند د جزیاتو د څیړلو لپاره به د تخنیکي کمیټې لومړۍ غونډه په استانبول کې جوړه شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان پلاوو د همدې موخې لپاره د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې سره ولیدل.

همداشان پدې غونډه کې بیا د نوامبر په شپږمه د مذاکراتو د دریم پړاو د ترسره کولو په اړه موافقه وشوه.

 

وپلټۍ
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .
د اسرائیلو رسنۍ: ولسمشر اردوغان تورکیه په منځني ختیځ کې پر یوه ننګونکي او اغېزمن فعال بدله کړې ده
د تورک دولتونو ترمنځ "ترکپول" جوړېږي
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
اردوغان : تورکیه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي
په استانبول کې، د داعش سره تړاو لرونکی مشکوک شخص ونیول شو
د تورکیې د استخباراتو مشر کالین په اتن کې له خپل یوناني سیال سره وکتل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل
د تورکیې د وسله‌والو ځواکونو او د سوریې د پوځ په همکارۍ د فرات سیند پر سر یو پل جوړ شو
ولسمشر اردوغان به د شانګهای په سرمشریزه کې ګډون وکړي
د تورکیې ملي دفاع وزارت د ابو ظهور په هوايي اډه باندې د اسرائیلو د برید ارزونه وکړه:
د جرمني لومړي وزیر میرز، د اسرائیل د سختدریځه ښي اړخي ملي امنیت وزیر بن ګویر په کلکه وغانده