روغتیا
3 د لوستلو دقیقې
د «هانټا ویروس» ځپلې کروز بېړۍ هالنډ ته د رسېدو په حال کې ده
یوه کروز (سیاحتي) بېړۍ چې د «هانټا ویروس» د وژونکې ناروغۍ له امله ځپل شوې، ټاکل شوې ده د دوشنبې په سهار د هالنډ د روټرډام بندر ته ورسېږي.
د «هانټا ویروس» ځپلې کروز بېړۍ هالنډ ته د رسېدو په حال کې ده
د «هانټا ویروس» ځپلې کروز بېړۍ هالنډ ته د رسېدو په حال کې ده / Reuters

د هالنډ هغه شرکت چې د دې کروز بېړۍ مالک دی، ویلي چې د دوی په کاري فعالیتونو کې د کوم بدلون اټکل نه کېږي.

یوه کروز (سیاحتي) بېړۍ چې د «هانټا ویروس» د وژونکې ناروغۍ له امله ځپل شوې، ټاکل شوې ده د دوشنبې په سهار د هالنډ د روټرډام بندر ته ورسېږي.

د «MV Hondius» په نوم دغې بېړۍ تېرې شپږ ورځې له کانري ټاپوګانو  څخه په سفر کې تېرې کړې دي. په یادو ټاپوګانو کې پاتې ټول مسافر د هغو کسانو له خوا چې بشپړ محافظتي کالي یې پر تن وو، له بېړۍ ښکته او په الوتکو کې له ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو ته د قرنطین لپاره ولېږدول شول.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، په دې بېړۍ کې د دغې ناروغۍ ۱۱ پېښې لیدل شوې چې ۹ یې په رسمي ډول تایید شوې دي. تر اوسه درې مسافر مړه شوي چې په هغو کې یوه هالنډۍ جوړه هم شامله ده؛ روغتیايي چارواکي په دې باور دي چې دغه جوړه د لومړي ځل لپاره په جنوبي امریکا کې له دغه ویروس سره مخ شوې وه.

یادې بېړۍ د ۲۵ تنو عملې او دوو طبي کارکوونکو سره د تینریف  له بندره د افریقا او اروپا د ساحلونو په اوږدو کې دا سفر کړی دی. د بېړۍ چلوونکي شرکت  په وینا، دا مهال په بېړۍ کې هیڅوک د ناروغۍ نښې نښانې نه لري.

د هالنډ د روغتیا وزارت تېره اونۍ وویل، د عملې هغه غړي چې نشي کولی خپلو هېوادونو ته ستانه شي، په هالنډ کې به قرنطین شي. شاوخوا ۲۴ تنه مسافر او عمله لا دمخه په هالنډ کې په قرنطین کې دي چې په تېرو دوو اونیو کې د بېلابېلو الوتنو له لارې هلته رسېدلي دي.

د کاناډا د عامې روغتیا ادارې د یکشنبې په ورځ وویل چې له بېړۍ څخه د څلورو کاناډایانو له ډلې، چې په تجرید  کې وو، د یوه تن پایله مثبته ختلې ده. دغه پېښه لا تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان په معلوماتو کې نه ده شامله شوې. همداراز ۱۸ تنه امریکایان اوس مهال په متحده ایالاتو کې په ځانګړو روغتیايي مرکزونو کې تر څارنې لاندې دي.

د بریټش کولمبیا ایالت د روغتیا مسولې ډاکټر بوني هنري وویل چې د یاد کس د معاینې پایله په لومړي سر کې مثبته وه، خو نورې معاینات به یې په وینیپیګ  کې په ملي مایکرو بیولوژي لابراتوار کې ترسره شي.

وروسته له دې چې ټول کسان له بېړۍ ښکته شي، بېړۍ به د هالنډ د عامې روغتیا د لارښوونو پر بنسټ په بشپړ ډول ضد عفوني  شي. روغتیايي چارواکي به مخکې له دې چې بېړۍ ته د بیا سفر اجازه ورکړي، هغه په دقت سره وڅاري. په «MV Hondius» بېړۍ کې د هانټا ویروس خپرېدل په نړۍ کې لومړۍ پېښه ده چې په یوه کروز بېړۍ کې لیدل کېږي.

هالنډي شرکت چې د بېړۍ مالک دی ویلي چې دوی خپل کار ته دوام ورکوي او د می په ۲۹مه به د آیسلنډ له کیفلاویک  څخه ارکټیک (شمالي قطب) ته خپل بل سفر پیل کړي.

د فرانسې پاسټور انسټیټیوټ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په یوه فرانسوي مسافر کې یې موندل شوی «انډیز ویروس» (Andes virus) په بشپړ ډول وڅېړه او وموندل شوه چې دا ویروس په جنوبي امریکا کې له پخوانیو پېژندل شویو ویروسونو سره ورته والی لري او داسې شواهد نشته چې وښيي دغه ویروس به ډېر ساري یا خطرناک شوی وي.

وپلټۍ
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول
د عراق لومړي وزیر له دولتي بنسټونو سره د یوې شیعه ډلې د یوځای کېدو د پرېکړې هرکلی وکړ
اسرائیلو د اوربند سربيره په سویلي لبنان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې روغتیايي کارکوونکی وواژه
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوټل د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران ډرون برید د کویټ نړیوال هوايي ډګر ته زیان اړولی؛ څو کسان یې ټپیان کړي او الوتنې یې ځنډولې دي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سوداګرۍ او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره اندونیزیا ته ورسید
د روسیې تر ولکې لاندې دونیتڅک کې پر یو بس د اوکراین په ډرون برید کې ۷ کسان ووژل شول
روبیو: د نتنیاهو لخوا د غزې د ۷۰ سلنه خاورې د اشغال کولو پلان د ټرمپ له پلان سره په ټکر کې دی