نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا پر الوتکې وړونکې بېړۍ کې د ۸ ځان وژنو د هڅو نه خبر ورکړ شوی دی.
د امریکا د سمندري ځواکونو د معلوماتو له مخې، په منځني ختیځ کې د یو ایس ایس ابراهام لنکن  جنګي بېړۍ د ماموریت له اوږدېدو سره سم د عسکرو لخوا د ځان وژنې ۸ هڅې ثبت شوې دي. دې پیښې د پوځیانو د ژوند شرایطو او رواني روغتیا په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي
د امریکا پر الوتکې وړونکې بېړۍ کې د ۸ ځان وژنو د هڅو نه خبر ورکړ شوی دی.
امریکايي کښتۍ

د امریکا يوه قانون جوړوونکي د چهارشنبې په ورځ افشا کړه چې د ترامپ ادارې منلې ده چې په منځني ختیځ کې د یوه امریکایي الوتکې وړونکې بېړۍ د ماموریت د اوږدېدو پر مهال د نظامي پرسونل لخوا د ځان وژنې پینځه کيسونه او ټولټال ۸ هڅې شوې دي.

دا معلومات د سمندري ځواکونو د سرپرست وزیر هنګ کاو  له خوا په هغه لیک کې راغلي چې د دیموکراتې سناتورې کرسټن ګیلي برانډ  د پوښتنو په ځواب کې، د یو ایس ایس ابراهام لنکن دننه د روان وضعیت په تړاو استول شوی و.

تېر کال د نوامبر له میاشتې راهیسې چې دغه بېړۍ سمندر ته وتلې، دننه د ژوند د بدو شرایطو او له امله یې د شدیدو رواني ستونزو زیاتېدو خبرونو د امریکا په رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی؛ هغه څه چې د ایران پر وړاندې د روانې امريکايي جګړې پر تګلاره یې د نیوکو لړۍ هم تنده کړې ده.

د سمندري ځواکونو د تر ټولو لوړپوړي ملکي چارواکي په لیک کې راغلي: «د لنکن بېړۍ د ماموریت له پیل راهیسې، په ټولې حمله‌کوونکې ډله  کې ټولټال د ځان وژنې ۸ هڅې ثبت شوې دي.»

د اندېښنې وړ وضعیت

په لیک کې د ځان وژنې د دغو هڅو په اړه نور جزییات هم شریک شوي دي. د هغې له مخې، د هوایي برخې یوه عسکر «د اګسټ په لومړیو کې ځان له بېړۍ سمندر ته واچاوو»، خو د ژغورنې او لټون چورلکې لخوا وژغورل شو او د پرمختللو طبي درملنو لپاره له بېړۍ پردې خوا لېږدول شوی دی.

یو بل سرتېري بیا «په مارچ مياشت کې هڅه وکړه چې له بېړۍ ځان واچوي، خو د نورو ملګرو لخوا یې مخه ونیول شوه» او بېرته خپلې اصلي اډې ته واستول شو.

د لنکن بېړۍ د ۲۰۲۵ کال په نوامبر کې د سویل ختیځې اسیا او د چین سویل سمندرګي په لور له کالیفورنیا څخه خوځېدلې وه، خو د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په پای کې د امریکا او اسرائیلو له ګډو پوځي عملیاتو دمخه یې لاره منځني ختیځ ته واړول شوه. دغې بېړۍ په سمندر کې د ۲۸۶ ورځو له تېرولو وروسته بالآخره د سپټمبر په لومړیو کې په تایلنډ کې لنډه وقفه وکړه.

د اګسټ په میاشت کې، د پوځیانو کورنیو او برخه والو سناتورانو د ځان وژنې د هڅو، د ناسمې رواني روغتیا، د خوړو د کمښت او له روغتیایي او حفظ الصحې پلوه د خورا بدو شرایطو له امله خپله سخته اندېښنه ښودلې وه.

دا ادعاوې هغه مهال د ډونالډ ترامپ لخوا رد شوې وې. همدارنګه د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسیټ (Pete Hegseth) هم ادعا کړې وه چې پر بېړۍ روان وضعیت «غلط ځلول شوی او انعکاس ورکړل شوی دی».

 

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي