کرملین: روسیه د ټرمپ له دې ارزونې سره موافقه ده چې په اوکراین کې سوله 'ډیره نږدې ده
د کرملین ویاند دمیتري پېسکوف ویلي چې مسکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې ارزونې سره موافق دی چې په اوکراین کې سوله ډېره نږدې شوې او وروستي پړاوونو ته رسېدلې ده.
کرملین: روسیه د ټرمپ له دې ارزونې سره موافقه ده چې په اوکراین کې سوله 'ډیره نږدې ده
د کرملین ویاند وویل چې مسکو به وکولای شي د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ خبرې اترې په بشپړ ډول وارزوي، وروسته له هغه چې له امریکا څخه معلومات ترلاسه کړي.
د کرملین ویاند دمیتري پېسکوف ویلي چې مسکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې ارزونې سره موافق دی چې په اوکراین کې سوله ډېره نږدې شوې او وروستي پړاوونو ته رسېدلې ده.
د دوشنبې په ورځ په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې، کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا روسیه د ټرمپ له دې نظر سره موافقه لري چې مسکو او کیف د سولې تړون ته نږدې شوي او خبرې اترې وروستي پړاو ته داخلې شوې دي، پېسکوف وویل: «البته.»
خو پېسکوف دا ونه ویل چې دا مهال د سولې د کوم پلان پر نسخې موافقه روانه ده.
هغه وویل: «تر اوسه موږ دا اړین نه بولو چې جزییات وړاندې کړو.»
ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ـ اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په لور د پام وړ پرمختګ شوی، وروسته له هغه چې هغه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره وکتل.
له دې لیدنې مخکې، د امریکا ولسمشر له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې وې، او هغوی هوکړه وکړه چې ژر به بیا خبرې وکړي.
د کریملین ویاند وویل چې مسکو به وکولی شي د امریکا څخه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته د ټرمپ او زیلینسکي خبرې اترې په بشپړه توګه وارزوي.
د هغه په وینا، پوتین او ټرمپ په اوکراین کې د کرسمس د اوربند موضوع نه ده یاده کړې، او د خاورې مسئله تر ټولو سخته پاتې ده؛ د جګړې د درولو لپاره د دونباس په اړه د کیف پرېکړه اړینه ده.
پېسکوف د دې پوښتنې ځواب ورنه کړ چې ایا روسیه لا هم له اوکراین څخه غواړي چې خپل ځواکونه د خرسون او زاپورېژیا له سیمو وباسي که نه.
هغه دا هم وویل چې تمه ده پوتین او ټرمپ په نږدې راتلونکې کې ټیلیفوني خبرې وکړي، خو د پوتین او زیلینسکي ترمنځ د تماس کوم پلان نشته.