تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکيې په ایزمیر ولایت کې د پولیسو په یو ستیشن وسله وال برید شوی
د تورکیې په لویدیځ  کې په ازمیر ولایت کې د دوشنبې په ورځ د پولیسو په یو سټیشن برید وشو چې په پایله کې دوه پولیس شهیدان او دوه نور ټپیان شول. د چارواکو په وینا، د دې پېښه یو ۱۶ کلن شکمن کس نیول شوی دی.
د تورکيې په ایزمیر ولایت کې د پولیسو په یو ستیشن وسله وال برید شوی
/ AA

د تورکیې په لویدیځ  کې په ازمیر ولایت کې د دوشنبې په ورځ د پولیسو په یو سټیشن برید وشو چې په پایله کې دوه پولیس شهیدان او دوه نور ټپیان شول. د چارواکو په وینا، د دې پېښه یو ۱۶ کلن شکمن کس نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، دغه ځوان د ازمیر په بالچوا ولسوالۍ کې د صالح اسګورن پولیس سټیشن باندې د ټوپک په وسیله ډزې وکړې. د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل چې په دې "وحشیانه" برید کې دوه پولیس شهیدان شول، یو بل پولیس "سخت ټپي" دی او بل یې "سپک ټپې" شوی دی.

یرلیکایا په خپل پیغام کې چې په ایکس خپور شوی، لیکلي: "په دې پېښه کې شکمن کس، ۱۶ کلن دی او نیول شوی دی. د نیول شوي شکمن څخه پلټنې پیل شوې دي." ټپي شوی پولیس د دوکوز ایلول پوهنتون د څېړنې او تطبیقي روغتون ته وړل شوی دی.

د عدلیې وزیر یلماز تونچ اعلان وکړ چې د ازمیر د لویې څارنوالۍ دفتر د دې برید په اړه عدلي پلټنې پیل کړې دي.

تونچ په خپل پیغام کې چې په ایکس خپور شوی، لیکلي: "د ازمیر د لوی څارنوالۍ دفتر له خوا سمدستي عدلي پلټنې پیل شوې دي، او ۲ مرستیال لوی څارنوالان او ۶ څارنوالان ګمارل شوي دي." هغه د دې وسله وال برید غندنه وکړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو په سیمه کې سمدستي امنیتي تدابیر سخت کړل. د ازمیر ښاروال جمیل توګای دغه "خیانتکار" برید وغنده او د شهیدانو کورنیو ته یې د تسلیت پیغام واستاوه.

وپلټۍ
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»