نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د استازو مجلس د امنیتي اندیښنو له امله د خپل پرسونل د واټسپ په کارولو بندیز ولګو.
د امریکا د استازو مجلس د دوشنبې په ورځ د یوې یادښت له لارې چې ټولو کارکوونکو ته استولی دی ، پکې له هغوې غوښتنه کړې چې د دولت لخوا دوې ته په ورکړ شوو ټیلیفونونو ، کمپیوټرونو او نورو الاتو کې د میټا د واټس اپ پیغام رسونې پلیټ فارم د کارونې څخه ډډه وکړ
د امریکا د استازو مجلس د امنیتي اندیښنو له امله د خپل پرسونل د واټسپ په کارولو بندیز ولګو.
/ AP

د امریکا د استازو مجلس د امنیتي اندیښنو له امله د خپل پرسونل د واټسپ په کارولو بندیز ولګو.

 د امریکا د استازو مجلس د دوشنبې په ورځ د یوې یادښت له لارې چې ټولو کارکوونکو ته استولی دی ، پکې له هغوې غوښتنه کړې چې د دولت لخوا دوې ته په ورکړ شوو ټیلیفونونو ، کمپیوټرونو او نورو الاتو کې د میټا د واټس اپ پیغام رسونې پلیټ فارم د کارونې څخه ډډه وکړي. د رسنیو د راپورونو له مخې، دا بندیز د سایبر امنیت د دفتر د سپارښتنې پر بنسټ لګول شوی دی.

په یادښت کې ویل شوي: "د سایبر امنیت دفتر واټس اپ د کاروونکو لپاره د لوړ خطر په توګه ګڼلی، ځکه چې د دې پلیټ فارم د کاروونکو د معلوماتو د ساتنې په اړه شفافیت نشته، ذخیره شوي معلومات نه کوډیږي، او د دې کارونې سره تړلي احتمالي امنیتي خطرونه شتون لري." دا یادښت د ټیکنالوژۍ لوی شرکت د اداري افسر لخوا خپور شوی و.

په یادښت کې د استازو مجلس کارکوونکو ته سپارښتنه شوې چې د نورو پیغام رسونې اپلیکیشنونو لکه د امازون د ویکر، د ایپل iMessage او FaceTime، او د مایکروسافټ ټیمز پلیټ فارم او سیګنال څخه ګټه واخلي.

د میټا ویاند په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې شرکت د دې پرېکړې سره په کلکه مخالفت کوي. هغه زیاته کړه چې د واټس اپ پلیټ فارم د امنیت په برخه کې د مجلس په یادښت کې د یادو شویو نورو اپلیکیشنونو په پرتله لوړ معیارونه لري.

د جنورۍ په میاشت کې، د واټس اپ یوه چارواکي وویل چې د اسرائیلي جاسوسي شرکت پاراګون سلوشنز د دې پلیټ فارم ګڼ شمېر کاروونکي، په شمول د خبریالانو او مدني ټولنې غړي، په نښه کړي دي.

په ۲۰۲۲ کال کې، د استازو مجلس د امنیتي مسایلو له امله د ټیک ټاک ټولنیز پیغام رسونې پلیټ فارم د ټولو کارکوونکو لپاره منع کړی و.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.