تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان له ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران د اوربند د "سبوتاژ" په اړه خبرداری ورکړ
د تورکیې د عامه اړیکو ریاست ویلي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې له ایران سره د نوي اعلان شوي اوربند او په سیمه کې د پراخو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
اردوغان له ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران د اوربند د "سبوتاژ" په اړه خبرداری ورکړ
اردوغان له ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران د اوربند د "سبوتاژ" په اړه خبرداری ورکړ / Reuters Archive


د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ایران سره د دوه اونیو اوربند هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې تورکیه به له دوستو هېوادونو سره یوځای خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي.
اردوغان وویل چې له یوې سختې ۴۰ ورځنۍ دورې وروسته دا دوه اونیز فرصت د دایمي سولې د تعقیب لپاره یو مهم چانس دی.

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست ویلي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې له ایران سره د نوي اعلان شوي اوربند او په سیمه کې د پراخو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د هغې اعلامیې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ په ترکي ټولنیزه شبکه "ان سوسیال" (NSosyal) کې خپره شوې، دواړو مشرانو په سیمه کې وروستی وضعیت وڅېړل د امریکا او ایران ترمنځه د اوربند په اړه يي خبرې وکړې.

اردوغان له دغه اوربند څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له یوې سختې ۴۰ ورځنۍ دورې وروسته، دا دوه اونیز فرصت د دایمي سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره یو مهم چانس دی. هغه د دې دورې په اغېزمنه توګه پر کارولو ټینګار وکړ او د هر ډول هغو کړنو په اړه یې خبرداری ورکړ چې کیدای شي دا پروسه له منځه یوسي (سبوتاژ یې کړي).

د تورکیې ولسمشر دا هم وویل چې تورکیه به له دوستو او ورورنو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان سره په ګډه، د یوې حل لارې د موندلو په موخه خپلو ډیپلوماټیکو ملاتړونو ته دوام ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ له ایران سره د دوه اونیو اوربند اعلان وکړ او ویې ویل چې تهران د مذاکراتو لپاره یو لس ماده ییز "عملي" وړاندیز کړی دی.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا ویلي چې د پاکستان په منځګړیتوب امریکا ته په سپارل شوي لس ماده ییز وړاندیز کې د امریکا له خوا د برید نه کولو ژمنه، د هرمز تنګي باندې د ایران د کنټرول دوام، د یورانیمو د غني کولو منل، او د ټولو لومړنیو او ثانوي بندیزونو لرې کول شامل دي.

په دغه وړاندیز کې همداراز ایران ته د خسارې یا تاوان ورکول، له سیمې څخه د امریکایي جنګي ځواکونو وتل او په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول، په شمول په لبنان کې د حزب الله پر وړاندې د جګړې ختمول شامل دي.

وپلټۍ
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود