منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
حماس هوکړه وکړه چې د غزې حکومت به ټکنوکراټانو ته وسپاري
د حماس په ګډون، مهمو فلسطیني ډلو ویلي چې دوی هوکړه کړې ده چې د تکنوکراتانو یوه خپلواکه کمېټه به له جګړې وروسته د غزې د چارو اداره په غاړه واخلي.
حماس هوکړه وکړه چې د غزې حکومت به ټکنوکراټانو ته وسپاري
حماس هوکړه وکړه چې د غزې حکومت به ټکنوکراټانو ته وسپاري / AP

فلسطیني ډلې هوکړه وکړه چې د غزې حکومت به تکنوکراتانو ته سپاري
دغو ډلو همدارنګه له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو، د کلابندۍ په بشپړه توګه د لرې کولو او د ټولو لارو د بیا پرانیستلو په اړه هم هوکړه وکړه.

د حماس په ګډون، مهمو فلسطیني ډلو ویلي چې دوی هوکړه کړې ده چې د تکنوکراتانو یوه خپلواکه کمېټه به له جګړې وروسته د غزې د چارو اداره په غاړه واخلي.

د جمعې په ورځ د حماس پر وېبپاڼه د یوې خپرې شوې ګډې اعلامیې له مخې، دغو ډلو په قاهره کې په یوه غونډه کې هوکړه وکړه چې "د غزې اداره به د خپلواکو 'تکنوکراتانو' یوې لنډمهالې فلسطیني کمېټې ته وسپاري، چې دا کمېټه به له عربو وروڼو او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ د ژوند چارې او بنسټیز خدمتونه سمبالوي".

فلسطیني ډلو همدارنګه د ملګرو ملتونو د داسې یوه پرېکړه لیک غوښتنه هم وکړه چې په غزه کې د اوربند د څارنې لپاره د لنډمهاله نړیوالو ځواکونو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړي.

دا څرګندونې په غزه کې د اسرائیلو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ترکیې، مصر او قطر د روانو منځګړیتوب هڅو د یوې برخې په توګه، د مصر په بلنه په قاهره کې د فلسطیني ډلو او ځواکونو له غونډې وروسته وشوې.

نړیوال ځواکونه

دغو ډلو همدارنګه د اوربند د تړون پر پلي کولو، له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو پر تضمین، د کلابندۍ په بشپړه توګه پر لرې کولو، د ټولو لارو پر بیا پرانیستلو او د عادي ژوند د بیا راګرځولو او په غزه کې د فلسطینیانو د کړاوونو د پای ته رسولو لپاره د بیارغونې د یوې پراخې پروسې پر پیلولو هم هوکړه وکړه.

اعلامیې زیاته کړې، چې یوه نړیواله کمېټه به هم جوړه شي چې د بیارغونې د پروژو د تمویل او پلي کولو څارنه وکړي.

پر دې سربېره، دغو ډلو د ملګرو ملتونو د داسې یوه پرېکړه لیک د صادرولو غوښتنه وکړه چې لنډمهاله نړیوالو ځواکونو ته اجازه ورکړي چې د اوربند څارنه وکړي او په ټوله غزه کې ثبات وساتي.

دوی همدارنګه د اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو پر وړاندې "د هر ډول شکنجې او ناوړه چلند د پای ته رسولو" غوښتنه وکړه او پر اسرائیل یې د فشار راوړلو غږ وکړ چې "د بندیانو د حقونو ساتونکو نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو ته غاړه کښېږدي."

په پای کې، دغو ډلو هوکړه وکړه چې یوه "بېړنۍ" ملي غونډه راوبولي چې ټولې فلسطیني ډلې سره راټولې کړي، ترڅو "یوه واحده ملي ستراتیژي جوړه کړي".

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.