انقره او اوټاوا هوډ لري چې دوه اړخیزه سوداګري له شاوخوا ۳ میلیارد ډالرو څخه په پیل کې ۵ میلیارد ډالرو او بالاخره ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.
اردوغان د پنجشنبې په ورځ په انقره کې د کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل: "موږ هیله لرو چې زموږ د سوداګرۍ کچه، چې اوس مهال شاوخوا ۳ میلیارد ډالره ده، د هغو ګامونو له لارې چې موږ به یې پورته کړو، په پیل کې ۵ میلیارد ډالرو او بیا ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړو."
اردوغان وویل، دواړو خواوو موافقه کړې چې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په موخه به د روان کال تر پایه د ازادې سوداګرۍ د هوکړه لیک خبرې اترې پیل کړي.
هغه وویل چې د ستراتیژیک مشارکت کچې ته د ترکیې-کاناډا د اړیکو لوړول به یوازې پر کاغذ یو سمبولیک ګام نه وي.
هغه وویل: "موږ نن پر هغې فاصلې (د اړیکو پرېوالي) برلاسي شو چې له ډېرو کلونو راهیسې د ترکیې او کاناډا ترمنځ روانه وه. اوس موږ د ترکیې او کاناډا ترمنځ یو نوی پړاو پیلوو."
اردوغان زیاته کړه: "کاناډا ته زما په لومړي سفر کې به موږ خپل سوداګر سره راټول کړو او پر وړاندې به ګامونه پورته کړو."
هغه همدارنګه د غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونو پر ضد د کاناډا د بندیزونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې انقره د تل ابیب د سرغړونو د مخنیوي لپاره دا اقدامات مناسب ګڼي.
د نړیوالو شخړو په اړه، اردوغان وویل چې تورکیه هیله منده ده چې ډیپلوماټیکې هڅې به په اوکراین او د خلیج په سیمه دواړو کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي.




















