افغانستان د لوږې له ناورین سره مخ دی؛ د مرستو کمښت د خوړو نړیوال پروګرام اړ کړی چې له هرو ۴ ماشومانو یوازې ۱ ته مرستې ورسوي
په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو په روغتون کې، دوه نیم کلن ابوبکر د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي. هغه په شدیدې خوارځواکۍ اخته دی او وزن یې یوازې ۶ کیلوګرامه دی، چې باید د خپل عمر په پرتله دوه چنده وای. خو ابوبکر یو له هغو نیکمرغه ماشومانو څخه دی چې کورنۍ یې توانېدلې هغه روغتون ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په وینا، د هر هغه ماشوم په مقابل کې چې درملنه یې کیږي، ګڼ شمېر نور مرستې ته لاسرسی نه لري.
د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې رییس، جان ایلیف وایي: "موږ د خوارځواکۍ له یو ناورین سره مخ یو، د هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي د شدیدې خوارځواکۍ له جدي یا بحراني کچې سره مخ دي." هغه زیاته کړه: "دا په هېواد کې د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه ده چې تر اوسه ثبت شوې، او د ۴ میلیونه ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی."
د ناورین لاملونه
افغانستان، چې له څلورو لسیزو جګړو ځپل شوی، له اوږدې مودې راهیسې پر بهرنیو مرستو متکي دی. خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نېغ په نېغه بهرنۍ مرستې تقریباً په بشپړ ډول ودرېدې، چې له امله یې میلیونونه خلک له بېوزلۍ او لوږې سره مخ شول. دا وضعیت د کمزوري اقتصاد، سختې وچکالۍ، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې دوو ویجاړونکو زلزلو او له ګاونډي پاکستان او ایران څخه د ۵.۳ میلیونه افغانانو د راستنېدو له امله نور هم خراب شوی دی.
د مرستو کمښت او ویجاړونکې اغېزې
اوس مهال، د مرستندویه ټولنو لپاره د بودیجې کمښت، په ځانګړې توګه د د خوړو د نړۍوال پروګرام په څېر پروګرامونو ته د امریکا د مرستو بندېدل، د میلیونونو خلکو لپاره د ژوند وروستۍ هیله هم له منځه وړې ده.
ایلیف وویل: "د مرستو کمښت ویجاړونکی دی." "د ۴ میلیونه شدید خوارځواکه ماشومانو له ډلې، موږ اوس مجبور یو چې له هرو څلورو څخه درې یې بېرته ستانه کړو ځکه چې موږ پیسې نه لرو."
په ۲۰۲۴ کال کې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام بودیجه ۶۰۰ میلیونه ډالره وه، خو تېر کال دا اندازه نیمایي ته راټیټه شوه او تمه ده چې سږکال به نوره هم کمه شي او شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته به ورسیږي. دا اداره وايي، له ۱۷.۴ میلیونه وګړو څخه چې له شدیدې لوږې سره مخ دي، دوی اوس یوازې ۲ میلیونه خلکو ته مرستې رسولی شي.
انساني ناورین
د ابوبکر کورنۍ یوه له هغو کورنیو څخه ده چې مرستې پرې بندې شوې دي. د هغه مور، لطیفه وايي، یو وخت یې مرستې ترلاسه کولې خو درې کاله وړاندې بندې شوې. د هغې خاوند، چې یو ساختماني کارګر دی، له یو کال راهیسې وزګار دی او اوس کله کله خپلو پنځو زامنو ته د خوړلو لپاره هېڅ هم نه لري.
لوږه د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي لامل شوې. خوړو نړیوال پروګرام په وروستیو میاشتو کې د ۵۰۰ څخه د زیاتو ماشومانو مړینه ثبت کړې، چې د ایلیف په وینا دا "یوازې د کنګل یوه څوکه ده" ځکه چې په ژمي کې ډیری مړینې په هغو کلیو کې کیږي چې د واورو له امله لارې یې بندې وي او ثبت کیږي نه.
د حکومت ځواب
د افغانستان حکومت د هېواد د لوږې له ستونزې ښه خبر دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان وايي چې دوی د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه له ۸۰۰ څخه شاوخوا ۳۲۰۰ ته لوړ کړي دي. هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳ میلیونه خوارځواکه ماشومانو او میندو درملنه شوې ده.
زمان وویل: "خوارځواکي د یوې ورځې ستونزه نه ده، دا له لسیزو راهیسې په افغانستان کې د بېوزلۍ، جګړې او نورو ستونزو له امله شتون لري."
ښځې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې
د لوږې د ډېرېدو له امله ښځې په ځانګړي ډول اغېزمنې شوې دي. کونډې میندې چې ماشومان لري، ډېرې زیانمنې دي ځکه چې د طالبانو حکومت له خوا نږدې له ټولو دندو منع شوي دي. ډیری یې دومره ناهیلې دي چې د مرګ غوښتنه کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام د هېواد رئیس وايي: "موږ ته د ښځو له خوا د ځان وژنې ډېر تلیفونونه راځي ځکه هغوی نه پوهیږي چې خپلو ماشومانو ته څنګه خواړه ورکړي." د خوړو نړیوال پروګرام د تغذیې پروګرامونو د شدید خوارځواکه حامله او شیدې ورکوونکو میندو په شمېر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی لیدلی دی.
ایلیف په پای کې وویل: "که زه یوه غوښتنه ولرم، هغه دا ده چې افغان مېرمنې یوازې مه پرېږدئ، چې اوس له سختې بېوزلۍ، لوږې، خوارځواکۍ سره مخ دي او د خپلو ماشومانو مړینه ګوري."












