د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د فرانسې ولسمشر مکرون چې تیره ورځ اعلان وکړ چې د سپټمبر په میاشت کې د ملګروملتونو سازمان د کلنۍ عمومۍ اسمبلۍ پر مهال به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني ، نن د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

/ TRT World and Agencies

مکرون د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې چې په تورکي او فرانسوي ژبو يې خپور کړی دی ویلي دي چې ، د تورکیې د ولسمشر اردوغان سره د غزې په اړه خبرې وکړې.

مکرون وویل چې پدې ټیلیفوني خبرو کې د غزې پر وضعیت او دوو دولتونو د حل لارې د لید لوري په اړه خبرې وکړې.

هغه ویلي دي چې د اسرائیلو او فلسطین د سولې او امنیت په خاطر باید هر ډول لازم ګامونه اوچت شي.

د ویلو ده چې د فرانسې لخوا د سپټمبر په میاشت کې فلسطین د یو خپلواکه دولت په توګه د په رسمیت پیژندولو پریکړي په نړۍ کې ډیر مهم انعکاس موندلی دی.