استرالیا د ایران د سپاه پاسداران پورې اړوندو کسانو او بنسټونو باندې نوي بندیزونه ولګول
استرالیا د لوړپوړو ایراني چارواکو او مالي شبکو په نښه کولو سره د نورو بندیزونو خبر ورکړ. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پیني وانګ د سه شنبې په ورځ وویل چې په نویو اقداماتو کې ۲۰ کسان او ۳ بنسټونه شامل دي
د کانبیرا دا اقدامات د هغو ورته ګامونو په دوام دي چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې لخوا اخیستل شوي دي.
استرالیا د لوړپوړو ایراني چارواکو او مالي شبکو په نښه کولو سره د نورو بندیزونو خبر ورکړ. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پیني وانګ د سه شنبې په ورځ وویل چې په نویو اقداماتو کې ۲۰ کسان او ۳ بنسټونه شامل دي، چې په هغو کې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواکونو (سپاه پاسداران) پورې تړلي لوړپوړي چارواکي او سازمانونه شامل دي.
آغلې وانګ په یوه اعلامیه کې وویل: "دا اعلان د البانیزي حکومت د هغه اقدام په دوام دی چې سپاه پاسداران یې د ترهګرۍ د دولتي ملاتړي په توګه لیست کړی و او زموږ لخوا په ۲۰۰ ایراني اشخاصو او بنسټونو د لګول شویو بندیزونو برخه ده."
د استرالیا حکومت تر دې دمه په څه باندې ۲۰۰ ایراني اشخاصو او بنسټونو بندیزونه لګولي، چې له ۱۰۰ څخه ډېر یې د سپاه پاسداران سره تړاو لري.
د تېرې جمعې په ورځ، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت هم د ایراني چارواکو او مالي شبکو په نښه کولو سره د بندیزونو یو نوی پړاو اعلان کړ. تر دې وړاندې، اروپايي ټولنې سپاه پاسداران د یو "ترهګریز سازمان" په توګه وپېژندل، چې د ایران د ملکي او نظامي مشرتابه سخت غبرګونونه یې راوپارول. د دې په ځواب کې، تهران د اروپا پوځونه "ترهګرې ډلې" اعلان کړې.
د ایران او لویدیځو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا په ایران کې د وروستیو لاریونونو په ترڅ کې زیاته شوې، چې لویدیځ مشران یې د "لاریونوالو ځپل" بولي او غندي یې.