ټرمپ: ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد ته په اجازه ورکولو کې 'خورا کمزوری' عمل کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران تور لګولی چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو په تېرولو کې خورا کمزوری او بد عمل  کوي او د دوی د دوه اونیو اوربند تړون له شرایطو څخه یې سرغړونه کړې ده.

By
ټرمپ: ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد ته په اجازه ورکولو کې 'خورا کمزوری' عمل کوي / AA


د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې دا هغه "هوکړه نه ده" چې متحده ایالات یې له ایران سره لري، او تهران ته یې خبرداری ورکړی چې پر کښتیو دې مالیه نه وضع کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران تور لګولی چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو په تېرولو کې خورا کمزوری او بد عمل  کوي او د دوی د دوه اونیو اوربند تړون له شرایطو څخه یې سرغړونه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د یو لړ پوسټونو په خپرولو سره، چې د دغه لړزاند یا نازک اوربند په اړه یې نوې اندېښنې راپورته کړې، ټرمپ ایران ته ګواښ هم وکړ چې له دې مهمې اوبلارې څخه د تېرېدونکو کښتیو لپاره دې مالیه  نه اخلي.

ټرمپ پر خپل ټروت سوشل پلټفارم لیکلي: "ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو تېرېدو ته په اجازه ورکولو کې خورا خراب عمل کوي، ځینې به یې بې عزته هم وبولي."

هغه زیاته کړه: "دا هغه هوکړه نه ده چې موږ لرو!"

ایران او متحده ایالاتو ویلي وو چې د خلیج او هند سمندر ترمنځ دا ۱۶۷ کیلومتره اوږد تنګی به د سې شنبې په ورځ د پاکستان لخوا د دوه اونیو اوربند له اعلان وروسته پرانستل شي.

خو د سمندري تعقیب د معلوماتو له مخې، د منځني ختیځ د جګړې د اوربند له پلي کېدو راهیسې یوازې ۱۰ کښتیو له دغه تنګي څخه تېرې شوې دي.

تاوتریخوالی وروسته له هغه نور هم زیات شو چې ایران د کښتیو لپاره د مالیې وضع کولو وړاندیز وکړ - که څه هم ټرمپ په خپله هم ورته وړاندیزونه کړي وو او حتی له تهران سره یې د ګډو مالیو په اړه بحث کړی و.

ټرمپ په یوه بل ټروت سوشل پیغام کې وویل: "راپورونه شته چې ایران له هرمز تنګي څخه تېرېدونکو ټانکرونو څخه فیس اخلي -- دوی ته ښه ده چې دا کار ونه کړي او که یې کوي، نو غوره ده چې همدا اوس یې ودروي!"

په یوه بل پوسټ کې، چې پکې یې پر اوربند باندې یوې انتقادي رسنۍ ته غوسه څرګنده کړې وه، ټرمپ زیاته کړه چې "ډېر ژر به تاسو وګورئ چې د ایران په مرسته یا بې له مرستې به د تېلو بهیر پیل شي."

د امریکا د ولسمشر لهجه له هغو پخوانیو څرګندونو څخه چې اېن بي سي نیوز (NBC News) ته یې کړې وې، د پام وړ تنده شوې ده. هغه په هغو څرګندونو کې ویلي وو چې له ایران سره د اوربند وروسته د سولې د هوکړې په اړه "ډېر خوشبین" دی او دا چې اسرائیل په لبنان کې خپل بریدونه "کموي".

ټرمپ دغې امریکايي شبکې ته په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل چې د ایران مشران په شخصي توګه "ډېر معقول" دي خو زیاته یې کړه چې "که دوی هوکړه ونکړي، دا به خورا دردناکه وي."

ټاکل شوې چې مرستیال ولسمشر جې ډي وینس به د شنبې په ورځ په پاکستان کې له ایران سره خبرې وکړي. د ولسمشر ځانګړی استازی سټیو وېټکوف او د ټرمپ زوم جیرډ کوشنر هم اسلام اباد ته سفر کوي.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې مرستیالې انا کلي د پنجشنبې په ورځ فرانس پریس (AFP) ته په یو بیان کې وویل: "ولسمشر خوشبین دی چې یوې داسې هوکړې ته رسېدل ممکن دي چې په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لامل شي."

د امریکا ولسمشر وویل چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ له ټرمپ سره په یوه اړیکه کې هوکړه وکړه چې له ویجاړونکو بریدونو وروسته به په لبنان کې بریدونه "کم" کړي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسرائیل او لبنان به راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې خبرې وکړي.

د چهارشنبې په ورځ پر لبنان د اسرائیلو سختو بمباریو، چې له ۳۰۰ څخه ډېر کسان یې ووژل او ډیری یې ملکي وګړي وو، د واشنګټن او تهران ترمنځ نازک اوربند د هغه له پلي کېدو څخه ۴۸ ساعته وروسته ولړزاوه.