د تورکیې ولسمشر په کابینه کې د بدلونونو په ترڅ کې د عدلیې او کورنیو چارو نوي وزیران وټاکل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشریز فرمان له مخې، چې په رسمي جریده کې خپور شوی، د عدلیې او کورنیو چارو نوي وزیران ټاکلي دي.
د تورکیې ولسمشر په کابینه کې د بدلونونو په ترڅ کې د عدلیې او کورنیو چارو نوي وزیران وټاکل
د استانبول لوی څارنوال، اکین ګورلیک، د عدلیې د وزیر په توګه او د ارزروم ولایت والي، مصطفی چیفتچي، د کورنیو چارو وزارت د نوي وزیر په توګه وټاکل شول.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشریز فرمان له مخې، چې په رسمي جریده کې خپور شوی، د عدلیې او کورنیو چارو نوي وزیران ټاکلي دي.
د دغو فرمانونو له مخې، د استانبول لوی څارنوال اکین ګورلیک د پخواني وزیر یلماز تونچ پر ځای د عدلیې نوی وزیر ټاکل شوی، په داسې حال کې چې د ارزروم ولایت والي مصطفی چیفتچي د علي یرلیکایا پر ځای د کورنیو چارو د نوي وزیر په توګه ګمارل شوی دی. دا ټاکنې د تورکیې د اساسي قانون د ۱۰۴ او ۱۰۶ مادو له مخې شوې دي.
له دغو اعلانونو وروسته، علي یرلیکایا تایید کړه چې د کورنیو چارو وزارت یې مصطفی چیفتچي ته سپارلی او هغه ته یې په نوې دنده کې د بریا هیله کړې ده. یرلیکایا په خواله رسنیو کې په یوه بیان کې ویلي چې د ولسمشر اردوغان په منظورۍ یې د ۲۰۲۳ کال د جون له څلورمې نیټې راهیسې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې او د خپلې دندې پر مهال یې د ولسمشر له ملاتړه مننه وکړه.
هغه همدارنګه د کورنیو چارو وزارت له کارکوونکو څخه د عامه نظم او امنیت په ټینګښت کې د دوی د خدمتونو له امله مننه وکړه او خپل پیغام یې خپل ځایناستي ته د نیکمرغۍ په هیله پای ته ورساوه.
په ورته ډول، یلماز تونچ هم د اکین ګورلیک د عدلیې د وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د خدای پامانۍ پیغام خپور کړ. تونچ وویل چې د ولسمشر اردوغان تر څنګ خدمت کول او د واکمن ګوند په سیاسي سفر کې ونډه اخیستل د ویاړ ځای دی، او زیاته یې کړه چې د ۲۰۲۳ کال په جون کې د عدلیې د وزیر په توګه د هغه ټاکل کېدل یو دروند مسؤلیت و.
هغه هغو اصلاحاتو ته هم اشاره وکړه چې په تېرو ۲۳ کلونو کې د اردوغان په مشرۍ د ډیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره ترسره شوي او زیاته یې کړه چې په راتلونکي کې به هم د هیواد لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. تونچ نوي وزیر ګورلیک ته هم مبارکي وویله او هغه ته یې په نوې دنده کې د بریا هیله وکړه.
دا ټاکنې په رسمي جریده کې له خپرېدو سره سم نافذ شوې دي.