نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د بریتانیا پولیسو پخوانی شهزاده انډریو د دندې څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په تور ونیوه
د بریتانیا پولیسو ویلي چې د دغه هېواد پخوانی شهزاده، انډریو ماونټ بیټن-وینډسور، د سوداګرۍ د استازي په توګه د دندې پر مهال د ناوړه چلند او له واک څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په شک نیول شوی دی.
د بریتانیا پولیسو پخوانی شهزاده انډریو د دندې څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په تور ونیوه
د بریتانیا پولیسو پخوانی شهزاده انډریو د دندې څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په تور ونیوه / AFP

تېره اونۍ نوو افشاګریو وښودله چې انډریو د بریتانیا د سوداګرۍ د ځانګړي استازي په توګه د دندې پر مهال، په جنسي جرمونو محکوم شوي جیفري اپسټین ته احتمالي محرم اسناد لیږلي وو.

د بریتانیا پولیسو ویلي چې د دغه هېواد پخوانی شهزاده، انډریو ماونټ بیټن-وینډسور، د سوداګرۍ د استازي په توګه د دندې پر مهال د ناوړه چلند او له واک څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په شک نیول شوی دی.

د پولیسو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول د هغه نوم وانخیست، ځکه چې دا د بریتانیا په قانون کې یو عادي امر دی. خو کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا هغه نیول شوی، پولیسو یوې بیانیې ته اشاره وکړه چې پکې راغلي وو دوی یو شپېته کلن سړی نیولی دی.

د "تیمز ویلي" (Thames Valley) پولیسو په خپله اعلامیه کې وویل: «د څېړنو په لړ کې، موږ نن (۱۹/۲) د نورفولک سیمې یو شپېته کلن سړی په عامه دفتر کې د ناوړه چلند په شک نیولی دی.» په اعلامیه کې زیاته شوې چې تر بشپړې ارزونې وروسته یې د دې تور په اړه رسمي پلټنې پیل کړې دي.

پولیسو دا هم وویل چې له نیول کېدو وروسته، افسرانو د انګلستان په ختیځ او د لندن په لوېدیځ کې دوه ځایونه پلټلي دي.

تېره اونۍ داسې نوي اسناد راڅرګند شول چې ښيي انډریو د بریتانیا د سوداګریز استازي په توګه د کار پر مهال، جیفري اپسټین ته حساس او محرم اسناد لیږلي وو. جیفري اپسټین یو امریکایی میلیاردر و چې په جنسي جرمونو محکوم شوی و.

 

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ