نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ټرمپ د پنځه میلیون ډالري ( ټرمپ کارت ) ویزې لپاره په رسمي توګه انټرنټ پاڼه پرانیسته
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل پلان شوي ۵ میلیونه ډالري د امریکا د استوګنې ویزې لپاره د یوې نوې ویبپاڼې اعلان وکړ، چې د دې ځانګړې ویزې لپاره د انتظار لیست په TrumpCard.gov کې پرانیستل شوی دی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د پنځه میلیون ډالري ( ټرمپ کارت ) ویزې لپاره په رسمي توګه انټرنټ پاڼه پرانیسته
/ AFP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنځه میلیون ډالري ( ټرمپ کارت ) ویزې لپاره په رسمي توګه انټرنټ پاڼه پرانیسته.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل پلان شوي ۵ میلیونه ډالري د امریکا د استوګنې ویزې لپاره د یوې نوې ویبپاڼې اعلان وکړ، چې د دې ځانګړې ویزې لپاره د انتظار لیست په TrumpCard.gov کې پرانیستل شوی دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په یوه ټولنیز پوسټ کې ولیکل: "زرګونه خلک زنګونه وهي او پوښتنه کوي چې څنګه د دې ښکلي فرصت لپاره نوم لیکنه وکړي ترڅو د نړۍ تر ټولو ستر هېواد او بازار ته لاسرسی ومومي."

ټرمپ د اپرېل په میاشت کې د Air Force One په الوتکه کې د دې ځانګړې ویزې لومړنۍ بڼه وړاندې کړه، چې د سرو زرو یوه نمونه یې په لاس کې نیولې وه چې د هغه انځور پرې جوړ شوی و. هغه ژمنه وکړه چې دا ځانګړې ویزه به "په لږ وخت کې، شاید دوه اونیو کې" چمتو شي.

که څه هم ویزې لا تر اوسه نه دي چمتو شوې، خو د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شوې ویبپاڼه خلکو ته اجازه ورکوي چې خپل نوم، غوښتل شوې ویزه او بریښنالیک آدرس د ټرمپ کارت "The Trump Card is Coming" تر سرلیک لاندې ثبت کړي.

ټرمپ مخکې ویلي و چې دا نوې ویزه، چې د دودیزې شنه کارت یوه لوړه بیه لرونکې بڼه ده، به د کار جوړونکي راجلب کړي او د امریکا ملي پور کمولو لپاره به وکارول شي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې په ټول هېواد کې د کډوالو د  شړلو عملیات زیات شوي، چې مظاهرې یې پارولې دي، او د ټرمپ اداره د مهاجرت ضد اقداماتو له امله د شکایتونو او د حقونو د سرغړونو تورونو سره مخ ده. ټرمپ ویلي چې دا نوې کارت به د امریکا د تابعیت ترلاسه کولو لپاره یو ارزښتناک لاره وي.

هغه د فبرورۍ په میاشت کې وویل چې د هغه اداره هیله لري چې "شاید یو میلیون" دا کارتونه وپلوري او دا یې هم رد نه کړه چې ممکن روسي میلیاردران هم د دې لپاره وړ وي.

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.