منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیل ۱۵ فلسطیني بندیان خوشې کړل چې د لوږې او شکنجې نښې پرې ښکاريدې
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، اسرائیلو د یکشنبې په ورځ د غزې څخه ۱۵ فلسطینی بندیان د جنوب د کریم شالوم د لارې خوشې کړل، چې ډیری یې کمزوري ښکاریدل او ځینو یې ښکاره ټپونه درلودل.
اسرائیل ۱۵ فلسطیني بندیان خوشې کړل چې د لوږې او شکنجې نښې پرې ښکاريدې
اسرائیل ۱۵ فلسطیني بندیان خوشې کړل چې د لوږې او شکنجې نښې پرې ښکاريدې / Anadolu Agency

د غزې په خوشې شویو بندیانو د ستړیا او په وجود کې د ټپونو نښې ښکاره شوي . دې د زندان د شرایطو او د بندیانو سره د چلند په اړه اندیښنې لا زیاتې کړي دي.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، اسرائیلو د یکشنبې په ورځ د غزې څخه ۱۵ فلسطینی بندیان د جنوب د کریم شالوم د لارې خوشې کړل، چې ډیری یې کمزوري ښکاریدل او ځینو یې ښکاره ټپونه درلودل.

دا خوشې کول په داسې حال کې ترسره کېږي چې اسرائیل لا هم د تېرو دوو کلونو په موده کې له غزې څخه نیول شوي زرګونه فلسطینیان بندیان ساتلي دي. د بشري حقونو ډلو او مستند شواهدو تایید کړې چې بندیان په هغو مرکزونو کې ساتل کېږي چې د بشري معیارونو لږ تر لږه شرایط نه لري او هلته له شکنجې، لوږې، او طبي بې ‌پروايۍ سره مخامخ کېږي.

د بندیانو د رسنیو دفتر، چې یوه نادولتي اداره ده، په یوه لنډ بیان کې وویل چې دغه ۱۵ بندیان د کرم شالوم له پولې انتقال شوي او د نړیوال سره صلیب کمېټې په ملتیا د مرکزي غزې د دیر البلح ښار د الاقصی شهیدانو روغتون ته روان وو.

بیان د هغوی د روغتیايي حالت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو شاهدانو انادولو ته ویلي چې خوشې شوي بندیان ډېر کمزوري او ستړي ښکارېدل، او پر ځینو یې د ټپونو نښې لیدل کېدې.

د رسمي فلسطیني شمېرو له مخې، اوس مهال له ۹۶۰۰ څخه ډېر فلسطینیان د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي، چې پکې ۹۰ ښځې او ۳۵۰ ماشومان شامل دي.

په غزه کې د امریکا په ملاتړ د اوربند تړون د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې نافذ دی، چې د اسرائیلو دوه کلنه جګړه یې درولې ده؛ په دې موده کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې له ۷۲,۰۰۰ څخه ډېر کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او له ۱۷۲,۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".