تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
ولسمشر اردوغان د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه سویلي کوریا ته خپل سفر پیل کړ
ټاکل شوې چې د تورکیې ولسمشر به د سه شنبې په ورځ د سویلي کوریا له مشر (لي جای میونګ) سره وګوري. تمه ده چې چارواکي به پر سیمه ییزو ننګونو خبرې وکړي او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره به تړونونه لاسلیک کړي.
ولسمشر اردوغان د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه سویلي کوریا ته خپل سفر پیل کړ
ولسمشر اردوغان د ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه سویلي کوریا ته خپل سفر پیل کړ

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ د یو رسمي سفر په ترڅ کې د سویلي کوریا پلازمینې سیول ته ورسید.

د ویلو ده چې ددې سفر موخه له سویلي کوریا سره د تورکیې د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړي کول دي.

د ولسمشر اردوغان سره د سویلي کوریا په هوايي هډه کې ددې هیواد د سوداګرۍ د وزیر پارک جونګ سونګ لخوا هر کلی وشو. همداشان د هر کلي په مراسمو کې په سویلي کوریا کې د تورکیې سفیر فاتح یلدز هم شتون درلود.

ټاکل شوې چې ولسمشر اردوغان به سبا سې شنبه د سویلي کوریا د ولسمشر لي جای میونګ سره وګوري. د ولسمشر اردوغان دا سفر به د نوامبر تر ۴ مې نیټې دوام وکړي.

د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار او د دفاع وزیر یاشر ګولر ، د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر، د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال خالد یره باکان او دفاعي صنایعو رئیس هالوک ګورګون هم ملګرتیا کوي.

وپلټۍ
اردوغان او ټرمپ  پر سیمه ییزو کړکېچونو، د اوکراین جګړې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې
پاکستان ویلي دي چې د افغان ځواکونو د بریدونو په ځواب کې په افغانستان کې په بعضو نقطو بریدونه کړي دي.
په اسپانیا کې د دوو ګړندیو اورګاډو د ټکر له امله د لسګونو کسانو د وژل کېدو ویره ده
تورکیه په انقره کې د تورکي هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه توب کوي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د واک څخه د لرې کولو  په موخه عربي ګوندونو ته مخه کوي
په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت په یو ساتوونکي افسر د چاقو برید وشو.بریدګر په متقابلو ډزو کې ووژل شو
د غزې په الخلیل ښار د اسرائیلو لخوا چاپې او محاصره دوام لري.
ټرمپ وايي ډیر ژر به  د پوتین او زیلینسکي لیدنه تنظیم شي.
د امریکا په سان ډیاګو کې اسلامي مرکز ته د مخامخ ګواښ له امله په موقتي توګه وتړل شو.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته  ایران پر وړاندې د شوني کړکېچ په اړه د خلیج هیوادونو ته خبرداری ورکوي
د ایران ولسمشر او د قطر امیر په مسکو کې د منځني ختیځ د جګړې او هرمز تنګي په اړه خبرې وکړې
په جرمني کې یو موټر د ګڼې ګوڼې په منځ کې ننوت او لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شول.
ټرمپ اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د درغلي کوونکو افشا کوونکو ته به یو میلیون ډالر انعام  ورکړل شي.
په اسرائیلو کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونه پیل شوه