نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ : په غزه کې واقعي قحطي او لوږه شتون لري.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سکاټلینډ کې وویل، په غزه کې واقعي قحطي او لوږه شتون لري. هغه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره مخالفت څرګند کړ، چا چې د لوږې اندیښنې د حماس تبلیغات بللي دي.
ټرمپ : په غزه کې واقعي قحطي او لوږه شتون لري.
/ AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې د غزې خلک د "حقیقي لوږې" سره مخ دي، په داسې حال کې چې د مرستې ادارې هڅه کوي د اسرائیلو د "تاکتیکي وقفې" څخه ګټه پورته کړي ترڅو خوراکي مرستې ورسوي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سکاټلینډ کې وویل، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې مخالفت څرګند کړ، چا چې د لوږې اندیښنې د حماس تبلیغات بللي دي.

ټرمپ وویل چې امریکا او د هغوی شریکان به د خوراکي مرکزونو جوړولو کې مرسته وکړي ترڅو د غزې دوه میلیونه څخه زیات فلسطینیان چې د ملګرو ملتونو د مرستې ادارو په وینا د لوږې او خوارځواکۍ له مرګونې څپې سره مخ دي، مرسته وکړي.

هغه په ​​یوې خبري غونډه کې د انګلستنا  له لومړي وزیر کییر سټارمر سره وویل: "موږ به ښه او قوي خواړه برابر کړو، موږ کولی شو ډیری خلک وژغورو. زما مطلب دی، ځینې هغه ماشومان . دا د حقیقي لوږې حالت دی. موږ باید ماشومان تغذیه کړو."

ټرمپ دا څرګندونې د هغې وروسته وکړې چې د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو د تیرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې "په غزه کې هیڅ لوږه نشته، او نه هم د لوږې کومه پالیسي شتون لري."

جنجالي مرستې مرکزونه

امریکا په محاصره شوې سیمه کې د غزې د بشري مرستې بنسټ جوړ کړی دی، چې په نړیواله کچه د جنجالونو سره مخ دی.

د GHF بنسټ د ملګرو ملتونو د مرستې کارونو د مخنیوي لپاره جوړ شوی، خو دا د "مرګ دام" په توګه غندل شوی، چیرې چې اسرائیلي عسکر د خوراکي مرستې ترلاسه کولو هڅه کوونکي فلسطینیان په نښه کوي.

اسرائیلو په محاصره شوې غزه کې نږدې ۶۰,۰۰۰ فلسطینیان وژلي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (WAFA) په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړ شویو کورونو لاندې ښخ شوي دي.

کارپوهان بیا وایي چې د مړو شمېره د غزې چارواکو د راپورونو څخه ډېره لوړه ده، او اټکل کوي چې دا شمېره شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ته رسېدلی شي.

د دې نسل وژنې په ترڅ کې، اسرائیلو د محاصره شوې غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله کړې او په عملي توګه یې ټول نفوس بې ځایه کړی دی.

وپلټۍ
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو