د تورکیې او قزاقستان ولسمشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان د قزاقستان د اساسي قانون د ټولپوښتنې (ریفرنډم) د پایلو هرکلی وکړ.
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي، چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره په یوه تیلیفوني اړیکه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو خبرې وکړې.
د هغې اعلامیې له مخې چې د سې شنبې په ورځ د تورکیې په ټولنیزه شبکه "NSosyal" کې خپره شوې، دواړو مشرانو د تورکیې او قزاقستان ترمنځ همکارۍ وڅېړلې او د اوسنیو نړیوالو مسایلو په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه.
اردوغان له استانه (قزاقستان) سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا د انقرې پر هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اړیکو د کچې لوړولو لپاره هڅې روانې دي او په راتلونکې موده کې به په دې برخه کې نور ګامونه هم پورته شي.
هغه دغه راز هیله څرګنده کړه چې د قزاقستان د اساسي قانون د وروستۍ ټولپوښتنې (ریفرنډم) پایلې به د دغه هېواد لپاره ګټورې ثابتې شي. اردوغان توکایف ته د نېکمرغه کوچني اختر او نوروز د رارسېدو په مناسبت مبارکي هم ورکړه.