نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین د سوپر طوفان "راګاسا" د نږدې کېدو له امله ښوونځي او کاروبارونه تړلي دي
راګاسا دا مهال د جنوبي چین سمندر په اوږدو کې څرخېږي، له دې مخکې یې د فیلیپین ځینې برخې وهلي وې، چې په کې یو کس د طوفان له امله مړ شوی و.
چین د سوپر طوفان "راګاسا" د نږدې کېدو له امله ښوونځي او کاروبارونه تړلي دي
/ AP

چین د سوپر طوفان "راګاسا" د نږدې کېدو له امله ښوونځي او کاروبارونه تړلي دي

راګاسا دا مهال د جنوبي چین سمندر په اوږدو کې څرخېږي، له دې مخکې یې د فیلیپین ځینې برخې وهلي وې، چې په کې یو کس د طوفان له امله مړ شوی و.

چین لږ تر لږه ۱۰ ښارونو ته امر کړی چې ښوونځي او کاروبارونه وتړي، ځکه چې سوپر طوفان "راګاسا" د هېواد سوېل ته نږدې کېږي.

دغه تدابیر به په لسګونو میلیونو خلکو اغېز وکړي او د چین د تولیداتو په مهمه سیمه کې د زرګونو فابریکو فعالیت به محدود کړي.

د ګوانګ ‌دونګ ولایت د بیړني مدیریت ادارې د سې شنبې په سهار په یوه اعلامیه کې وویل، تمه ده راګاسا به په ۲۴ ساعتونو کې د ولایت مرکزي او لوېدیځو ساحلي سیمو ته ورسیږي.

په اعلامیه کې راغلي: "کلیدي سیمې باید پرېکړه کوونکي اقدامات ترسره کړي... د خلکو د ژوند او شتمنیو خوندیتوب په بشپړه توګه ډاډمن کړي، او د ناورین زیانونه تر ډیره حده راکم کړي."

ګوانګ دونګ د طوفانونو لپاره خپل ترټولو لوړ بیړني حالت اعلان کړ ځکه چې راګاسا نږدې شو. د نږدې هانګ کانګ د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، طوفان د ساعت تر ۲۳۰ کیلومترو (۱۴۰ میلو) پورې بادونه لري.

د ټکنالوژۍ مرکز "شن‌ژن" د ۴۰۰ زرو خلکو د ایستلو امر کړی دی، او د ښار د بیړني مدیریت چارواکو د "سخت باد، باران، څپو او سیلابونو" خبرداری ورکړی دی.

چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي: "د بیړني ژغورنې پرسونل او د خلکو د ژوند د اړتیاوو د پوره کوونکو پرته، مهرباني وکړئ بې ضرورته بهر مه وځئ"، او زیاته یې کړه چې د کار او بازارونو تړل به له غرمې وروسته پیل شي.

نور لوی ښارونه چې د تعلیق تدابیر یې عملي کړي پکې ژوهای، دونګ ‌ګوان او فوشان شامل دي.

د فوشان د بیړني مرکز په یوه اعلامیه کې وویل: "د سخت بادونو او درنو بارانونو اغېزې به زموږ پر ښار جدي اثر وکړي چې یو مهم دفاعي حالت به رامینځته کړي."

راګاسا دا مهال د جنوبي چین سمندر په اوږدو کې څرخېږي، له دې مخکې یې د فیلیپین ځینې برخې وهلي وي، چې په کې یوه کس د طوفان له امله وژل شوی دی.

د چین دولتي ټلویزیون (CCTV) ویلي چې د اوبو په شمالي برخه کې کښتۍ، همدارنګه د تایوان تنګي په جنوبي برخه، د باشي چینل، او د ګوانګ ‌دونګ په ساحلي اوبو کې "باید د خوندیتوب پاملرنه وکړي".

ساینس پوهان په عمومي توګه سره موافق دي چې د انسان له لوري رامنځته شوې اقلیمي بدلون د نړۍ د تودېدو له امله طوفانونه ډېر ځواکمن او زیات شوي دي.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".