نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه ښوونځي د چت نړېدو له امله لسګونو تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
ویل کیږي ددې پیښې  په قربانیانو کې ۲۷ تنه  زده‌کوونکي، چې د ټولو عمرونه ۱۳ کاله او یا تر هغه کم دي، او یو ښوونکی شامل دي.
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه ښوونځي د چت نړېدو له امله لسګونو تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
پیښور

د یوه روغتون د چارواکي د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ ښار پېښور کې د یوه ښوونځي د چت نړېدو له امله ۲۷ زده‌کوونکو او یو ښوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.

په پېښور کې د لیډي ریډینګ روغتون  یوه چارواکي، محمد عاصم خان، فرانس پرس خبري اژانس  ته د مړو شمېر تایید کړ او زیاته یې کړه چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي، چې د شپږو هغو روغتیايي حالت نازک دی.

د ځايي ورځپاڼې «ډان» د راپور له مخې، خان څرګنده کړه چې پدې پیښه کې د وژل شوو ماشومانو د ټولو عمرونه ۱۳ کاله او یا تر هغه کم دي.

خان وویل چې په روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د ژغورنې د بېړنیو خدمتونو  ویاند، بلال احمد فیضي، تر دې وړاندې پخپلو څرګندونو کې ویلي وو چې د ژغورنې ډلو شاوخوا ۲۰ کسان، چې زده‌کوونکي او ښوونکي هم پکې شامل وو، روغتونونو ته لېږدولي دي.

په سیمه کې د ژغورنې چارې لا هم روانې دي.

په پاکستان کې د خوندیتوب د کمزورو مقرراتو او د ټیټ کیفیت لرونکو ودانیزو توکو د کارولو له امله د ودانیو نړېدل یوه عامه پېښه ده چې ډېر کله رامنځته کېږي.

تر دې وړاندې په جون میاشت کې هم د لاهور په کاهنا سیمه کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز د چت نړېدو له امله ۱۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

 

وپلټۍ
سي ان ان: امریکا ښايي پر ایران د احتمالي برید لپاره د «ټولو بمونو مور» (MOAB) وکاروي
د روسیې په ریازان سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د برید له امله د تېلو په یوه چاڼځای کې اور لګېدلی
هغه رسوایي چې د جرمني پر استخباراتي اداره يي باور له منځه وړی
د روسیې د تر ټولو لوی بانک پر ډېټا سنټر د ډرون برید شوی دی.
د پیسو نړیوال صندوق مشره وايي، پر سعودي بریدونه کولای شي "هر ځای" منفي اغېزې ولري
له اروپايي ټولنې څخه د جلا کیدو  یا( بریکسټ ) څخه تر بیرته ستنېدو پورې
زیلینسکي ویلي دي چې لویدیځ د سخت غبرګون د نه ښودولو له امله روسیې پر اوکراین خپل بریدونه شدید کړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري