منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د عراق لومړي وزیر د پراخو نیونو وروسته وویل: فاسد چارواکي به هیڅ 'خوندیتوب' ونلري
د عراق لومړي وزیر علي الزیدي وویل چې عراق د فساد پر وړاندې د مبارزې یو نوي پړاو ته ننوځي. دا وروسته له هغه چې چارواکو په لسګونو حکومتي چارواکي او د پارلمان غړي ونیول او په میلیونونو ډالر نغدي پیسې او شتمنۍ یې ترې ضبط کړې.
د عراق لومړي وزیر د پراخو نیونو وروسته وویل: فاسد چارواکي به هیڅ 'خوندیتوب' ونلري
د عراق لومړي وزیر د پراخو نیونو وروسته وویل: فاسد چارواکي به هیڅ 'خوندیتوب' ونلري

د عراق لومړي وزیر علي الزیدي د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې "هیڅ فاسد شخص به له قانوني خوندیتوب  څخه برخمن نشي" او ویې ویل چې حکومت به هغه کسان تعقیب کړي چې عامه شتمني غلا کوي.

نوموړي دا څرګندونې د کابینې په یوه غونډه کې وکړې؛ دا یوه ورځ وروسته له هغه چې چارواکو د فساد په تور د لسګونو چارواکو او قانون جوړونکو د نیولو خبر ورکړ.

د عراق د خبري اژانس د راپور له مخې، الزیدي وویل: "حکومت د فساد پر وړاندې جګړه پیل کړې ده." هغه دا نیونې "لومړی پړاو" وباله چې په خبره یې نور ګامونه به هم ورپسې واخیستل شي.

هغه زیاته کړه: "د ولس پیسې باید خپلو مالکانو ته بېرته ور وګرځول شي. زه به پر هیڅ خطا چوپ پاتې نشم او د خلکو د ګټو په دفاع کې به هیڅ ډول ځنډ ونکړم."

الزیدي وویل چې عراق به یو نوي پړاو ته ننوځي چې پکې به وسلې یوازې د دولت په واک کې وي او زیاته یې کړه چې د ځواک کارول باید "یوازې د دولت حق وي." هغه دا هم وویل چې دی په راتلونکو ټاکنو کې د درېدو اراده نلري.

د فساد د دوسیو جزیات
د یکشنبې په ورځ، عراقي چارواکو په مالي او اداري فساد کې د تورنو کسانو د نیولو اعلان وکړ. په دغو کسانو کې د پارلمان غړي او هغه لوړپوړي چارواکي شامل دي چې قانوني خوندیتوب ترې اخیستل شوی و. دا نیونې د تېلو د وزارت د نیول شوي مرستیال 'عدنان الجمیلي' د اعترافونو پر بنسټ شوې دي.

الجمیلي د جون په ۲مه د مالي فساد او غیرقانوني قراردادونو په تور نیول شوی و.

د قضایه قوې عالي شورا وروسته وویل چې د ضبط شویو نغدو پیسو کچه شاوخوا ۲۳ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. په دې کې ۱۲.۷ میلیون ډالر نغدي، ۵ میلیارده عراقي دینار چې په یو فارم (کرونده) کې پټ شوي وو، شامل دي. همداراز ۷۰ جایدادونه کنګل شوي، ۲۱ عصري موټر او شاوخوا ۳ کیلو ګرامه سره زر هم نیول شوي دي.

 

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي