ایران خبرداری ورکړی چې پر ستر مشر خامنه اي برید به د جګړې په مانا وي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې پر ستر مشر علي خامنه اي هر ډول برید به د جګړې د اعلان په توګه وګڼل شي. دا په داسې حال کې ده چې په کور دننه ناکرارۍ مخ په زیاتیدو دي او له واشنګټن سره یې لفظي شخړې بیا نوې شوي.
ایران خبرداری ورکړی چې پر ستر مشر خامنه اي برید به د جګړې په مانا وي
ولسمشر پزشکیان د ټرمپ له څرګندونو وروسته خپله لهجه تنده کړې، په داسې حال کې چې لاریونونو او اقتصادي فشار په کور دننه کړکېچ زیات کړی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې پر ستر مشر علي خامنه اي هر ډول برید به د جګړې د اعلان په توګه وګڼل شي. دا په داسې حال کې ده چې په کور دننه ناکرارۍ مخ په زیاتیدو دي او له واشنګټن سره یې لفظي شخړې بیا نوې شوي، چې له امله یې د تهران لهجه نوره هم تنده شوې ده.
پزشکیان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: "زموږ د هیواد پر ستر مشر برید د ایران له ملت سره د یوې بشپړې جګړې په مانا دی."
پزشکیان د ایران اقتصادي ستونزې د امریکا او د هغې د متحدینو له لسیزو راهیسې دښمنۍ له امله وبللې، او بندیزونه یې د ژوند د لګښتونو د لوړوالي او د خلکو د نارضایتۍ اصلي لامل وباله.
هغه وویل: "که د ایران خلک په خپل ژوند کې له سختیو او ستونزو سره مخ دي، یو له اصلي لاملونو څخه یې د امریکا د حکومت له خوا لګول شوي اوږدمهاله دښمني او غیر انساني بندیزونه دي."
د هغه دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو خبرو وروسته وشوې چې له پولیټیکو سره په یوې مرکه کې یې خامنه اي "ناروغ سړی" بللی و، ایران یې "د ژوند کولو لپاره تر ټولو بد ځای" ګڼلی و او ویلي یې وو چې هیواد نوي مشرتابه ته اړتیا لري.
بل لور ته، خامنه اي د شنبې په ورځ ټرمپ په ټول ایران کې د وروستیو لاریونونو له امله د اوښتو زیانونو او مرګ ژوبلې "اصلي عامل" بللی و.
د اقتصادي فشار په منځ کې د لاریونونو پیل
د تېرې میاشتې په وروستیو کې په تهران کې د خراب اقتصادي وضعیت او د ریال د ارزښت د چټک کمښت له امله د حکومت ضد لاریونونه پیل شول، چې وروسته نورو ښارونو ته هم وغځېدل.
دغه لاریونونه د جنورۍ په اتمه وروسته له هغې پراخ او په تاوتریخوالي واوښتل، کله چې په امریکا کې میشت د ایران د پخواني پاچا زوی له خلکو وغوښتل چې د حکومت پر ضد سړکونو ته راووځي.