منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
د هرمز له لارې تګ راتګ  چې د نړۍ د کښتیو د تګ یو حیاتي دهلیز دی  د فبرورۍ پر ۲۸مه له اسرائیلو او متحده ایالاتو سره د جګړې له پیل راهیسې د ایران تر کنټرول لاندې راغلی دی.
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه

د ایران نوي ارګان چې د هرمز تنګي څارنه کوي، ویلي دي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمه د متحده عربي اماراتو د فجیره بندر جنوبي اوبو پورې غځېدلې ده؛ دا هغه بندر دی چې د تېلو د لېږد داسې بنسټونه لري چې د دغه ستراتیژیکې اوبلنۍ لارې د دور وهلو (بای پاس کولو) لپاره جوړ شوي دي.

د هرمز له لارې ترافیک له هغې وروسته د ایران تر کنټرول لاندې راغلي چې د فبرورۍ پر ۲۸مه له اسرائیلو او متحده ایالاتو سره جګړه پیل شوه. ایران، چې د جګړې له پیل راهیسې یې دا تنګی په عملي توګه تړلی او له کښتیو څخه د تېرېدو په بدل کې د پيسو اخیستو په لټه کې دی، ټینګار کوي چې له دې لارې تېرېدونکې کښتۍ باید د ایران له وسله والو ځواکونو څخه اجازه ترلاسه کړي.

د چهارشنبې په ورځ په اېکس (X) کې په یوه پوسټ کې، چې یوه نقشه هم ورسره وه، د 'خلیج فارس تنګي ادارې' وویل چې دوی د دغه تنګي د مدیریت لپاره "تنظیمي واک او صلاحیت" ټاکلی دی.

دې ادارې ویلي چې په دې سیمه کې هغه برخه شامله ده چې په ایران کې له "کوه مبارک" څخه پیل او په متحده عربي اماراتو کې د فجیره تر جنوب پورې غځېږي... او همدارنګه هغه کرښه چې په ایران کې د قشم ټاپو څوکه په متحده عربي اماراتو کې له ام القوین سره نښلوي.

دې ادارې زیاته کړې چې "د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو په موخه له دې سیمې ټرانزیټ د خلیج فارس تنګي ادارې سره همغږۍ او له هغې څخه اجازې ته اړتیا لري."

د جګړې له پیل راهیسې د ایران او متحده عربي اماراتو اړیکې سختې کړکېچنې شوې دي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې تهران د امریکایي او اسرائیلي بریدونو په ځواب کې، پر هغو خلیجي هېوادونو توغندیز او ډرون بریدونه وکړل چې امریکایي اډې پکې دي.

تېره اونۍ ایران متحده عربي امارات په جګړه کې پر فعال رول لرلو تورن کړل  هغه ادعا چې ابوظبۍ رد کړې ده. متحده عربي اماراتو هم پر تنګي د ایران د کنټرول کلک مخالفت کړی او د کښتیو د تګ راتګ د ازادۍ د تضمین لپاره یې د ګډ اقدام غوښتنه کړې ده.

د جمعې په ورځ، متحده عربي اماراتو اعلان وکړ چې د تېلو د یوې نوې نللیکې د جوړولو کار ګړندی کوي چې د فجیره بندر له لارې د هرمز تنګی دور وهي. د ابوظبۍ میډیا دفتر وویل چې دا "لویدیځ-ختیځ نللیکه" به د ADNOC دولتي تېلو شرکت د صادراتو ظرفیت دوه چنده کړي او زیاته یې کړه چې تمه ده په راتلونکي کال کې فعاله شي.

ایران په ځلونو د خلیج پر هېوادونو تور پورې کړی چې امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکوي ترڅو د دوی له خاورې بریدونه وکړي. خلیجي هېوادونو په وار وار دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی به اجازه ورنکړي چې خاوره یا هوايي قلمرو یې پر ایران د برید لپاره وکارول شي.

د چهارشنبې په ورځ، د ایران سپاه پاسداران وویل چې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تېلو د ټانکرونو په ګډون ۲۶ کښتیو ته له تنګي څخه د تېرېدو اجازه ورکړې ده. تېره اونۍ ایران ویلي و چې د ځینو چینایي کښتیو په ګډون یې "تر ۳۰ ډېرو کښتیو" ته د تېرېدو اجازه ورکړې ده.

 

وپلټۍ
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".
نتنیاهو ټرمپ سره په ټيلیفوني خبرونو کې ایران ته په اشارې سره وویل موږ یو کار لرو چې باید بشپړ یې کړو
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
په سعودي عربستان کې د چورلکې د سقوط له امله  دوه تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
ایران وايي،د تیلو یو لویې ټانکر کښتۍ د  هرمز په تنګي کې له ماین سره تر جنګیدو وروسته اور اخیستی دی
ایران پر سعودي عربستان د حوثیانو په بریدونو کې هر ډول رول او لاس لرل رد کړل
ایران ویلي دي چې په سیمه کې د امریکا له هر ډول شتونه اندېښمن دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د مدینې پر فضا  کې د  یو کروز توغندي د تثبیت او شنډولو نه خبر ورکړ.
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په اسرائیل کې د انټل (Intel) په فابریکه کې چاودنې درې کسان سخت ټپیان کړي دي