منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
نظر پوښتنه: په ۳۶ هېوادونو کې د اسرائیلو په اړه "منفي" نظرونه ډېر عام دي
دا څرګنده شوې چې د امریکا، کاناډا، اروپا، استرالیا او د ختیځې اسیا د هېوادونو په ګډون په ډېرو هېوادونو کې د اسرائیلو په اړه "منفي" فکرونه په اکثریت کې دي.
نظر پوښتنه: په ۳۶ هېوادونو کې د اسرائیلو په اړه "منفي" نظرونه ډېر عام دي
نظر پوښتنه: په ۳۶ هېوادونو کې د اسرائیلو په اړه "منفي" نظرونه ډېر عام دي

په امریکا کې مېشتې د "پیو څېړنیز مرکز" (Pew Research Center) لخوا د فبرورۍ له ۸مې څخه د مې تر ۱۳مې پورې د نړۍ په ۳۶ هېوادونو کې یوه سروې شوې، چې پکې د ۴۴،۶۵۷ بالغو کسانو نظرونه اخیستل شوي دي.

د سروې پایلې ښيي چې په دغو هېوادونو کې د هغو ګډونوالو منځنۍ کچه  چې د اسرائیلو په اړه "منفي" نظر لري، ۶۷٪ ده. بلخوا، د هغو کسانو د منځنۍ کچې فیصدي چې د اسرائیلو په اړه "مثبت" فکر کوي، یوازې ۲۵٪ ښودل شوې ده.

تر ټولو زیات منفي نظرونه په ترکیه، بنګله دېش، اندونیزیا، مالیزیا او پاکستان کې ثبت شوي؛ همدارنګه په اشغالي لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې هم د اسرائیلو په اړه کرکه په لوړه کچه وه. په ترکیه کې ۹۱٪ ګډونوالو د اسرائیلو په اړه "خورا منفي" او ۵٪ بیا "تر یوې کچې منفي" نظر څرګند کړی دی.

په امریکا، کاناډا او اروپا کې هم منفي نظرونه زیات دي
د هغو هېوادونو ترڅنګ چې اکثریت نفوس یې مسلمانان دي، په نورو هېوادونو کې هم منفي کچه لوړه وه. په امریکا کې ۶۰٪ او په کاناډا کې ۶۵٪ کسانو د اسرائیلو په اړه منفي نظر ثبت کړی دی. په سروې کې شامل د اروپا په ټولو هېوادونو کې هم منفي نظرونه په لوړه کچه وو.

په سویډن او هسپانیه کې ۷۸٪ ګډونوالو د اسرائیلو په اړه منفي نظر درلود. په ایټالیا، هالنډ، جرمني، بریتانیا او فرانسه کې هم تر نیمايي زیاتو بالغو کسانو دغه هېواد "منفي" ارزولی دی. په جاپان کې ۸۳٪، په استرالیا کې ۷۹٪ او په سویلي کوریا کې ۷۰٪ ګډونوالو د اسرائیلو په اړه خپل منفي نظر څرګند کړی دی.

بلخوا، هند یوازنی هېواد و چې له نورو په څرګند ډول جلا و؛ هلته ۳۲٪ کسانو د اسرائیلو په اړه "مثبت" او ۲۸٪ "منفي" فکر کاوه. د سروې له مخې، په ۲۴ هېوادونو کې چې معلومات یې موجود وو، په ۱۳ هېوادونو کې له ۲۰۲۵ کال راهیسې د اسرائیلو په اړه منفي نظرونه زیات شوي او یوازې په یونان کې دغه کچه کمه شوې ده.

په ډېری هېوادونو کې پر نتانیاهو باور کم دی
په دې سروې کې د ۳۶ هېوادونو له ګډونوالو څخه د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په اړه هم پوښتنه شوې وه. په اکثریت هېوادونو کې داسې لیدل شوي چې خلک "د نړۍ په چارو کې د نتانیاهو پر سمو کړنو خورا لږ او یا هېڅ باور نه لري." یوازې کینیا او فیلیپین هغه دوه هېوادونه وو چې تر نیمايي زیاتو ګډونوالو پکې پر نتانیاهو د باور څرګندونه کړې وه.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې