نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
جرمني له فرانسې غوښتي چې د اروپايي حاکمیت په اړه د خبرو ترڅنګ عملي ګامونه هم اوچت کړي
د المان د بهرنیو چارو وزیر، یوهان وادیفول ویلي چې فرانسه باید خپله دفاعي بودیجه زیاته کړي ترڅو د اروپایي حاکمیت په اړه غوښتنې په عملي وړتیاوو بدلې شي.
جرمني له فرانسې غوښتي چې د اروپايي حاکمیت په اړه د خبرو ترڅنګ عملي ګامونه هم اوچت کړي
جرمني له فرانسې غوښتي چې د اروپايي حاکمیت په اړه د خبرو ترڅنګ عملي ګامونه هم اوچت کړي / Reuters

برلین له پاریس څخه غوښتنه وکړه چې د "اروپايي حاکمیت" په اړه خبرې په عملي دفاعي پانګونه بدلې کړي او د ناټو اهدافو ته په رسېدو کې یې د فرانسې ورو پرمختګ ته اشاره وکړه.

د المان د بهرنیو چارو وزیر، یوهان وادیفول ویلي چې فرانسه باید خپله دفاعي بودیجه زیاته کړي ترڅو د اروپایي حاکمیت په اړه غوښتنې په عملي وړتیاوو بدلې شي.

وادیفول د دوشنبې په ورځ له یوې ځايي راډیو سره په مرکه کې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په اړه وویل:

"هغه په وار وار او په سمه توګه زموږ د اروپایي حاکمیت هڅو ته اشاره کوي. خو هر څوک چې په دې اړه خبرې کوي، باید په خپل هېواد کې ورسره سم عمل هم وکړي."

اروپایي هېوادونه اوسمهال تر فشار لاندې دي ترڅو د خپل ځان ساتنې لپاره دفاعي وړتیاوې لوړې کړي؛ ځکه چې له یوې خوا د وچې (اروپا) امنیت ته د امریکا لېوالتیا کمه شوې او له بلې خوا د ناټو د اتحاد د پیاوړتیا په اړه ځینې شکونه راپیدا شوي دي.

د بودیجې په برخه کې ننګونې

سره له دې چې د ناټو غړو هېوادونو تېر جون ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به خپله دفاعي بودیجه د ناخالص کورني تولید (GDP) ۵ سلنې ته ورسوي، خو وادیفول وویل چې تر اوسه په دې برخه کې پرمختګ کم دی. هغه زیاته کړه:

"له بده مرغه، د فرانسې په جمهوریت کې هم هڅې تر اوسه د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره کافي نه دي. فرانسه هم باید هغه څه وکړي چې موږ یې دلته د ستونزمنو بحثونو له لارې ترسره کوو."

د المان او فرانسې د مالي وضعیت پرتله

المان: تېر کال یې دفاعي بودیجه له قانوني پورونو جلا کړه او پلان لري چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ نږدې ۵۹۳ میلیارده ډالره (۵۰۰ میلیارده یورو) پر دفاعي چارو ولګوي.

فرانسه: فرانسه د پورونو له امله تر مالي فشار لاندې ده. دا هېواد د یونان او ایټالیا وروسته په اروپایي ټولنه کې دریم تر ټولو پوروړی هېواد دی، چې پورونه یې د اروپایي ټولنې لخوا له ټاکل شوي حد (۶۰ سلنې) څخه نږدې دوه چنده زیات دي.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.