تورکیه:افغانستان او پاکستان به د نوامبر په شپږمه په استانبول کې خبرې بیا پیل کړي

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د نوامبر په شپږمه په استانبول کې د سولې خبرې بېرته پیل کړي او تر هغه وخته به اوربند وساتي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت

تورکیه: افغانستان او پاکستان به د نوامبر په شپږمه په استانبول کې خبرې بیا پیل کړي، اوربند به دوام ولري

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سوېلي اسیا د دغو ګاونډیانو ترمنځ به د سولې خبرې په استانبول کې دوام وکړي او دواړو خواوو د اوربند د څارنې او تایید میکانیزم پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د نوامبر په شپږمه په استانبول کې د سولې خبرې بېرته پیل کړي او تر هغه وخته به اوربند وساتي.

وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل: "ټولې خواوې د اوربند پر دوام هوکړه کړې ده. د دې د پلي کېدو طریقې به د ۲۰۲۵ کال د نومبر په شپږمه په استانبول کې په یوه لوړپوړې غونډه کې وڅېړل شي او پرېکړه به پرې وشي."

دې وزارت وویل، ټولو خواوو د یوه داسې څارنیز او تایید میکانیزم پر جوړولو هوکړه کړې چې "د سولې ساتنه به تضمین کړي او پر سرغړونکې خوا به جزا ولګوي."

"د منځګړو په توګه، ترکیه او قطر د دواړو خواوو د فعالې ونډې مننه کوي او له دواړو خواوو سره د تلپاتې سولې او ثبات لپاره همکارۍ ته چمتو دي."

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د انقرې او دوحې په مشرۍ د څو ورځو منځګړیتوب وروسته د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې په استانبول کې پای ته ورسېدې او دواړو خواوو د خبرو پر دوام هوکړه وکړه.

د خونړیو سرحدي نښتو له څو ورځو وروسته، د اکتوبر په ۱۹مه دوحې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړ، چې منځګړیتوب یې قطر او تورکیې کاوه، او دواړو خواوو یو اوربند ته ورسېدل چې اوس هم پر ځای دی.

وروسته دواړو خواوو تېره اونۍ په استانبول کې د نورو خبرو لپاره سره ولیدل، او د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره هڅې دوام لري.

ټي ټي پي، د کړکېچ اصلي سرچینه

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف جیو نیوز ټلویزیون ته وویل چې سولې ته د بیا چانس ورکولو پرېکړه پاکستان د قطر او تورکیې په غوښتنه کړې، او له هغه پاکستاني پلاوي څخه چې ټاکل شوې وه تېره شپه هېواد ته ستون شي، وغوښتل شول چې په استانبول کې پاتې شي.

پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال، پاکستان یو مخکښ هېواد و چې نږدې څلور میلیونه افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې وه.

خو، په پاکستان کې دننه د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري تاوتریخوالي، له افغان طالبانو سره د دې هېواد اړیکې خورا ترینګلې کړې دي. افغان طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې بېرته واک ته ورسېدل.

د پاکستاني پوځي چارواکو په وینا، سږ کال تر دې دمه په بریدونو کې، چې ډېری یې د ټي ټي پي له لوري ترسره شوي، له ۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي چې په کې تر ۳۱۱ زیات سرتېري هم شامل دي.

پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې په خپله خاوره کې یې د ټي ټي پي ترهګرې ډلې ته پناه ورکړې، خو کابل دا ادعا ردوي.