منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران په کویټ کې پر برېښناکوټ او د اوبو د تصفیې پر فابریکې برید کړی
د کویټ د برېښنا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په کویټ کې پر یوه برېښناکوټ د ایران برید یو هندي کارګر وژلی او په دغه ځای کې یې یوې ودانۍ ته زیان رسولی دی.
ایران په کویټ کې پر برېښناکوټ او د اوبو د تصفیې پر فابریکې برید کړی
ایران په کویټ کې پر برېښناکوټ او د اوبو د تصفیې پر فابریکې برید کړی / Reuters

ایران په کویټ کې پر برېښناکوټ او د اوبو د تصفیې پر فابریکې برید کړی چې له امله يي یو هندي کارګر ژوند د لاسه ورکړی او د تاسیساتو زیان لیدلی .
په خلیجي عربي هیوادونو کې د اوبو د تصفیه کولو فابریکې د اوبو د رسولو لپاره خورا مهمې دي، او تر دې وړاندې هم د ایران په یو برید کې په بحرین کې د اوبو د تصفیه کولو یوې فابریکې ته زیان اوښتی و.

د کویټ د برېښنا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په کویټ کې پر یوه برېښناکوټ د ایران برید یو هندي کارګر وژلی او په دغه ځای کې یې یوې ودانۍ ته زیان رسولی دی.

د یاد وزارت یوې ویاندې، فاطمې عباس جوهر حیات، وویل: "د کویټ دولت پر وړاندې د ایران د تېري په ترڅ کې د برېښنا او اوبو د تصفیه کولو د یوې فابریکې پر خدمتي ودانۍ برید شوی، چې په پایله کې یې یو هندي کارګر وژل شوی او ودانۍ ته سخت مالي زیان اوښتی دی."

د کویټ رسمي خبري اژانس (کونا) راپور ورکړی چې د ایران په دغه برید کې د برېښنا او اوبو د تصفیه کولو فابریکه په نښه شوې، چې یو کارګر پکې وژل شوی او ۱۰ سرتیري ټپیان شوي دي.

په خلیجي عربي هیوادونو کې د اوبو د تصفیه کولو فابریکې د اوبو د تامین لپاره حیاتي رول لري. دا تاسیسات معمولاً له برېښناکوټونو سره یوځای جوړیږي، ځکه چې له اوبو تصفیه کولو او د څښاک وړ ګرځولو لپاره ډیرې انرژۍ ته اړتیا وي.

ایران تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که د دوی پر انرژۍ زیربناو برید وشي، دوی به په خلیج او اسرائیل کې د برېښنا او اوبو د تصفیه کولو تاسیسات په نښه کړي. دا وروستی برید د ایران پر برېښنايي شبکو د امریکا او اسرائیلو له تګلوري بریدونو وروسته شوی، چې له امله یې په تهران او البرز کې برېښنا پرې شوې وه.

د برېښنا وزارت ویلي چې تخنیکي او بېړني ټیمونه سمدلاسه د برید د اغیزو د مهارولو او د عملیاتو د عادي ساتلو لپاره سیمې ته لیږل شوي دي. دوی زیاته کړې چې چارواکي له امنیتي ادارو سره په همغږۍ بوخت دي ترڅو زیانمن شوی ځای خوندي کړي.

په سیمه کې کړکیچ وروسته له هغه زور اخیستی چې اسرائیل او امریکا د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل، چې په ترڅ کې یې د پخواني مذهبي مشر علي خامنه ای په ګډون تر اوسه له ۱۳۴۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي. ایران په ځواب کې پر اسراییل، اردن، عراق او هغو خلیجي هیوادونو چې د امریکا پوځي اډې پکې دي، د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي چې مرګ ژوبله او مالي زیانونه یې اړولي او نړیوال بازارونه او هوايي چلند یې ګډوډ کړی دی.

وپلټۍ
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل